د لاس رسي وړ اتصالات

په انتخاباتو کې د جعل کارۍ له وجې به ځیني کاندیدان پارلمان ته لاره پیدا نکړي


په انتخاباتو کې د جعل کارۍ له وجې به ځیني کاندیدان پارلمان ته لاره پیدا نکړي
په انتخاباتو کې د جعل کارۍ له وجې به ځیني کاندیدان پارلمان ته لاره پیدا نکړي

د جعل کاریود څارنې یوکمیسیون وایي، د جعل اولاس وهنو په باره کی زرګونو شکایتونو تحقیق به د افغانستان د پارلماني انتخاباتو په نتیجو کی بنیادي بدلون راولي.

د شکایتونود څارنې دغه کمسیون چه د امریکا ملاتړ ورسره دی، نن وویل، د څه باندی ٢٠٥٠ جدی شکایتونو تحیقیق یی بشپړکړیدی ، چه کیدی شي یوشمیرکاندیدان د پارلمان غړیتوب ونه ګټی.

په دوه زره اوپنځه سوه کاندیدانو کی، په څلورسوو باندی ، د سپتمبرد میاشتی په انتخاباتو کې د سرغړونو تورلګول شویدی.

په عین حال کی د پارلمان غړو،او کاندیدانود انتخاباتو په مامورینو باندی تورلګولی دی چه د کامیابو کاندیدانو نه یی رشوت اخستی دی.

د انتخاباتو ماممورینو، د پنځه اعشاریه شپږ ملیون رای ورکونکو، قریب څلورمه برخه، د جعل کاریو اونورو سرغړونو له امله د انتخاباتو نه محروم کړل.

په لومړي سر کې داسې تمه کیده چې د پارلماني انتخاباتو نتیجه به د اکتوبر په میاشت کې اعلان شي خو پدې خاطر چې د انتخاباتو د شکایتو داوریدو کمیسون په شاوخوا 5 زره شکایتونو باندې کار پیل کړ، نو دا نتیجه هم وځنډیده. تر اوسه داسې کومه نیټه هم نده اعلان شوې چې دا به مالومه شي چې د ولسې جرګې څوکیو ته څوک کامیابه شويدي.

د رایو ورکونو څخه وروسته د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو ادارې خپلې جدې اندیښنې ښودلې وې. دغې ادارې ویلي وو چې په ځینو ځایونو کې د جنګسالارانو لخوا خلکو ته ګواښ شویدی چې یوه ځانګړي کاندید ته دې رایه ورکړي. همدرانګه د رایو د صندوقونو ډکول او د یوه تن لخوا د څو ځلي رایو ورکولو رپوټونه هم ورکړل شویدي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG