د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: د افغانستان د لوړ رتبه چارواکي مداخله د انتخاباتو په نتایجو کې


.
.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې یوه صوتي ټیپ چې ګمان کېږي د افغانستان د حکومت لوړ رتبه چارواکي په کښي د انتخاباتو د یو مسول سره خبري کوي، د افغانستان د پارلماني انتخاباتو په باب یې نوي پوښتنې راپارولي دي.

متن: د آمریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې خپل د نومبر د ۱۰ مې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یوه مسول په ټلفون کې بالمقابل ته د جلالتماب خطاب کوي او دغه کس چې دجلالتماب خطاب ورته کېږي د انتخاباتو د کمیسون یادشوي مسول ته وايي چې په پارلماني انتخاباتو کې کوم کسان باید بریالي شي.

ورځپاڼه لیکي چې په صوتي ټیپ کې چې مطبوعاتو ته په لاس ورغلی دی د انتخاباتو یادشوی مسول وارخطا ښکاري او وايي چې د هدایت سره یې سم د رایو په اصطلاح غم خوړلی دی خو وايي چې د انتخاباتو کارکونکي هره ورځ په تلو راتلو کې تلاشي کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه صوتي ټیپ د سې شنبې په ورځ د افغانستان په تلویزون کې خپور شو او یوه کاپی یې واشنګټن پوست ترلاسه کړې ده.

که چیري دغه ټیپ دقیق وي نو د افغانستان د حکومت د اوبو او برېښنا د وزیر اسمعاعیل خان او د انتخاباتو د یوه مسول ترمنځ دغه راز خبري به د افغانستان د سپتمبر د ۱۸ مې نېتې د اننتخاباتو په باب یو لړ نوي پوښتنې راوپاروي.

ورځپاڼه لیکي چې ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو وروستي نتایج به روانه اونۍ اعلان شي خو دغه لړۍ وځنډیده په داسي حال کې چې د ټګۍ برګۍ د جعلي رایو د کارتونو په باب تورونه او د رشوت خوریوو شکایتونه ثبت شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې هغو کاندیدانو چې په انتخاباتو کې بریالي شوي نه دي یو لړ مظاهرې یې په لاره اچولي دي او ویلي یې دي چې دا کار امکان لري قومي شخړو ته لمن ووهي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د انتخاباتو د کمیسون د څو کارمندانو په باب د تحقیقاتو دوسیې پیل کړي دي.

ورځپانه لیکي چې د صوتي ټیپ له مخې ویل کېږي چې د انتخاباتو نوموړی کارکونکی چې د اسمعاعیل خان سره په ټلفون کې خبري کوي عبدالراشد ارشاد دی. د هرات د ولایت نه پارلمان ته یو کاندید حاجي غلام قادر اکبر وايي چې که چیري اسمعاعیل خان مداخله نه وای کړې نو هغه به انتخابات ګټلي وای .

ورځپاڼه د کاندید حاجي اکبر له قوله لیکي چې وايي زه وړونکی وم خو د جنګ سالار اسمعاعیل خان د مداخلې په نتیجه کې بریالی نه شوم اکبر زیاتوي چې دغه کسان غواړي چې په افغانستان کې دیموکراتیکي پروسې ته صدمه ورسوي.

ورځپاڼه لیکي چې په ثبت شوي ټیپ کې اسمعاعیل خان اکبر ته د بشپړ لیوني خطاب کوی او وايي چې هغه باید د بریالیو کاندیدانو له ډلې نه وایستل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د لومړنیو نتایجو پر اساس اکبر په هرات کې په ۱۱ درجه کې راغلی و په داسي حال کې چې ټول هرات ته ۱۷ څوکۍ ځانګړي شوي وې چې دا نسبتاْ بده لاسته راوړنه نه وه خو وروسته بیا د انتخاباتو مسولینو هغه ته وویل چې هغه ۱۹ درجې ته لویدلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې کله مو د اسمعاعیل خان د سکرټر سره تماس ونیوه نو د تبصرې دپاره پیدا نه شو او نه ارشاد پر چا چي تور دی، د تبصرې دپاره پیدا شو. ورځپاڼه د انتخاباتو د مستقل کمیسون د یوه کمیشنرې مومنې یاري له قوله لیکي چې وايي ارشاد د داسي کار صلاحیت په اصل کې نلري.

هغې وویل چې ارشاد یو موقتي کارمند دی چې د عامه اړیکو په ډیپارټمنت کې کار کوي هغه د رایو ډیټابیس ته هیڅ لاس رسی نلري. هغې وویل چې سل په سلو کې به نن د هغه په باب تحقیات پیل شي او د هغه پرضد به لازم اقدامات وشي.

XS
SM
MD
LG