د لاس رسي وړ اتصالات

په جاپان کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه وځنډول شول


په جاپان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ
په جاپان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

په جاپان کې د افغانستان سفارت د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۳۶مه په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له ۳۱مې نیټې وروسته به خپل فعالیتونه وځنډوي.

په بیان کې ویل شوي چې "د اوسنيو شرایطو په پام کې نیولو سره، د جاپان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د پیل شويو مشورو وروسته، چې په حتمي ډول د دواړو خواوو ترمنځ د موافقې لامل شوې،" د سفارت د فعالیتونو د ځنډولو پریکړه وشوه.

په ټوکیو کې د افغانستان سفارت ویلي دي: " د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او قونسلي فعالیتونو په شمول د سفارت ټول فعالیتونه او خدمات به تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شي."

جاپان لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په کابل کې د جاپان سفارت فعاله دی او ټوکیو د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري.

خو په جاپان کې د افغانستان سفارت د افغانستان د پخواني حکومت د ټاکل شويو سفیرانو او ډیپلوماتانو لخوا اداره کیږي. شیدا محمد ابدالي اوس مهال په جاپان کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوي.

په جاپان کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې وویل چې د سفارت د ځنډولو پریکړه " د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون په نظرکې نیولو سره د جاپاني چارواکو سره په نږدې همغږۍ او د ډیپلوماتیکو اړیکو سره سم" تر سره شوې ده.

په بیان کې همدارنګه راغلي چې د جاپان حکومت به د ویانا کنوانسیون سره سم به د سفارت مصونیت، ملکیت او آرشیف خوندي وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG