د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغانستان یوه کډواله ډاکټره: په خپل مسلک کې راته کار نه پیدا کېږي


مروه جلیلي
مروه جلیلي

مروه جلیلي د طب له پوهنځي فارغه ده او په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېد وروسته پاکستان ته کډه شوې، وايي په خپل مسلک کې ورته دنده نه پیدا کیږي او د کورنۍ د یوازینۍ نفقه ګټونکې په توګه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.

د کاپیسا ولایت دا ۲۵ کلنه مېرمن چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د طب زده کړې بشپړې کړي دي، وايي غوښتل یې چې پدې مسلک کې خدمت وکړي، خو په افغانستان کې د جمهوري دولت له نسکورېدو وروسته مجبوره شوه چې په دوهم ځل پاکستان ته کډه وکړي.

مروه وايي اوس چې له افغانستان څخه د هجرت وروسته کله خپل طبي کتابونه او نور اړوند سامانونه ګوري نو ورته ډېره غمجنه شي.

هغه وايي: "ډیر د غم او غمجن احساس کوم، او ځان ډیر ضعیف محسوسوم. فکر کوم چې لکه تر اوسه په خوب کې وم چې اوس ویښه شوم او ګورم چې هر څه مې له لاسه ورکړي وي."

په افغانستان کې د طبي زده کړو ترڅنګ مروه وايي د سپورت په برخه کې هم فعاله وه او له همدې کبله د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د امنیتي اندېښنو په خاطر کډواله شوه.

هغې امریکا غږ ته وویل: "زه د ځینو ګواښونو سره مخ شوم. ما د خوندیتوب احساس نه کاوه، له همدې امله مې پاکستان ته مهاجرت وکړ."

مروه له خپلې مور او یوې خور سره چې هغوی هم د غاښونو ډاکټرانې دي او اوس په پاکستان کې بې روزګاره شوي دي.
مروه له خپلې مور او یوې خور سره چې هغوی هم د غاښونو ډاکټرانې دي او اوس په پاکستان کې بې روزګاره شوي دي.

مروه وايي، په خپل مسلک کې د کار نه موندلو وروسته مجبوره شوې چې د اسلام اباد په یوې شخصي ادارې کې د محاسبې په توګه کار وکړي او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ دپاره نفقه وګټي.

د مروې مور او یوه خور هم د غاښونو ډاکټرانې دي چې اوس دندې نلري او په کور ناستې دي.

د مروې مور حفیظه عزیز جلیلي وايي: "زما دوه لوڼې او زه ډاکټرانې یو، خو یوازې مروه دنده لري او هغه هم د خپل مسلک پر ځای د محاسبې دنده کوي. موږ اوس نه کومه دنده لرو او نه بل مسلک، ډېرې اقتصادي ستونزې لرو."

د مروې خور، مهر افزون وايي د غاښونو د طب په برخه کې له زده کړو او یو کال عملي کار کولو وروسته پاکستان ته کډه شوې ده. هغه زیاتوي: "دلته د افغانانو لپاره کاري فرصتونه نشته."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ملاتړي ادارې وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته زیات شمېر افغانان په ځانګړې توګه د مروې او د هغې د مور او خور په څېر لوستې مېرمنې له افغانستان څخه وتلي دي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG