د لاس رسي وړ اتصالات

ښځې حجاب په تن د وزنونو په ورزش کې


افغانه ورزشکاره رشیده پرهیز
افغانه ورزشکاره رشیده پرهیز

د افغانستان د وزن پورته کولو د فدراسیون په جمنازیوم کې ورزشکارانې حجاب په تن ورزش کوي.

یوه افغانه ورزشکاره رشیده پرهیز چې ۴٠ کلنه ده څو کاله مخکې یې په دې هیله چې د بدن وزن یې کم شي دغه ورزش ته مخه کړه. د هغې د بدن وزن په پیل کې ١٢٠ کیلو گرامه و، خو نن هغه ٨٢ کیلو گرامه شوې او کولای شي چې ١٠٠ کیلو گرامه ورن پورته کړي.

میرمن پرویز تر اوسه په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې څو جایزې او مدالونه گټلي دي، خو دغه مدالونه یې په پلاستیکي کڅوړه پوښلي دي چې د هغې د ٢٢ کلنې لور لیمه په وینا دا کار یې د تنبلۍ په وجه کړی چې له گرد نه یې وساتي.

رشیده پرهیز د خپل ځوی او لور سره
رشیده پرهیز د خپل ځوی او لور سره

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې په چوکاټ کې د ښځو د وزن پورته کولو فدراسیون اوه کاله مخکې جوړ کړ، خو لا هم هڅه کوي چې یو شمیر ښځینه ورزشکارانې دغه ورزش ته وهڅوي.

اوس په دغه ټیم کې ٢٠ ورزشکارانې فعالیت کوي پداسې حال کې چې د نارینو د وزن پورته کولو په ملي ټیم کې څه دپاسه ١٠٠ ورزشکاران شته.

شاپور طوطاخیل د ښځینه وزن پورته کوونکو وايي د ښځو د وزن پورته کولو د ملي ټیم غړو ته په میاشت کې ١٠٠٠ افغانی ورکول کیږي دا پیسې د هغوی ترانسپورتي لگښت هم نه پوره کوي. د هغه په وینا د ټیم غړې یې ورزشي لباس نلري.

٢٥ کلنه سعیده احمدي ددې ټیم یوه تکړه او بریالۍ غړې ده چې په ازبکستان، هند او قزاقستان کې یې په سیالیو کې څلور د سرو زرو مدالونه گټلي دي.

افغان ورزشکاره د وزن پورته کولو د تمرین پر وخت
افغان ورزشکاره د وزن پورته کولو د تمرین پر وخت

د ښځو د ورزش په وړاندې د موانعو او ټولنیزو ننگونو سره سره یو شمیر ورزشکارانې وایي کورنۍ، پلرونه او مړونه یې پوره ملاتړ کوي. خو لیمه وایي پلار یې په جمنازیوم کې د هغې د سپورت کولو سره مخالف دی.

که څه هم چې د پخوا راهیسې ښځینه سپورت ته په افغاني ټولنه کې دومره زیاته پاملرنه نده شوې، خو د شمیر د کموالي سره سره افغان نجونو نه یواځې په داخل کې بلکه په بهرنیو سیالیو کې ځان او هیواد ته ویاړنې گټلې دي.

XS
SM
MD
LG