د لاس رسي وړ اتصالات

د تکواندو یوه روزونکې د طالبانو له ۱۳ ورځني بند څخه وروسته خوشې شوې


خدیجه احمدزاده
خدیجه احمدزاده

په افغانستان کې سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی چې په هرات کې طالب چارواکو د تکواندو یوه روزونکې، خدیجه احمدزاده، له ۱۳ ورځو توقیف وروسته، د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲) خوشې کړه.

سیمه ایزو رسنیو د طالبانو حکومت د سترې محکمې د ویاند عبدالرحیم راشد له خولې د مېرمن احمدزاده خوشې کېدل تائید کړي دي.

راشد ویلي چې خدیجه د طالبانو د "امر بالمعروف او نهي عن المنکر" له قانون څخه د سرغړونې له کبله نیولې شوې وه او د ۱۳ ورځې توقیف شوې وه، چې د توقیف د مودې له تېرولو وروسته خوشې شوه.

د راپورونو په اساس، احمدزاده د هرات په جیریل ولسوالۍ کې په ښځو او نجونو ته په پټه د تکواندو روزنه ورکوله او د طالبانو د محتسبانو له لوري ونیول شوه.

وروسته له هغې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د تعلیم، کار او د ورزش په ګډون په نورو مدني ازادیو محدودیتونه ولګول.

د خدیجې احمدزاده له نیول کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه وښودل شول او د ټولنیزو رسنیو کارونکو انلاین کمپاینونه وکړل او د هغې د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي، ریچارډ بېنټ، د احمدزاده د نیولو په غبرګون کې د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي وو: "په کندز کې د ناظره رشیدي او په هرات کې د خدیجه احمدزاده د توقیف د دوام په اړه اندېښمن یم او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو او مصوونیت غوښتونکی یم."

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې، په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې سره، په یوې اعلامیې کې د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د بشریت په وړاندې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو په نوي تړون کې "جنسیتي اپارتایډ" د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.

په دې اعلامیې کې ویل شوي وو چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له راسېدو وروسته، "د افغان ښځو او نجونو د حذفولو لپاره یو منظم او بنسټیز کمپاین" پیل کړی، چې د محدودیتونو ډک ګڼ فرمانونه هم په کې شامل دي.

د نړیوالو نیوکو په غبرګون کې، طالبانو د ښځو د حقونو او ازادۍ په اړه خپله سخت دریځي د افغانستان د خلکو د کلتور، دود او د اسلامي شریعت پر بنسټ بللې او دا یې "د افغانستان داخلي موضوع" یاده کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG