د لاس رسي وړ اتصالات

فوټبال:ترافیکي پېښې د افغانستان بری بې خونده کړ


د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مشر، له روغتون څخه د وتلو په حال کې .
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مشر، له روغتون څخه د وتلو په حال کې .
په مالدیف کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د سپرلۍ ګاډی ټکر شوی او څلور افغان لوبغاړي په کې ژوبل شوي دي .

په دغې ترافیکي پېښه کې چې د شنبې په ورځ ( مۍ ۲۴) رامنځ ته شوه ، د ملي لوبډلې روزونکی او دوه ادارې کارکوونکي هم ژوبل شوي دي .

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي لوبغاړي په روغتون کې له لږ وخت تېرولو او درملنې وروسته، په هوټل کې خپلو خونو ته ورګرځېدلي او ټپونه یې ډېر د اندېښنې وړ نه بلل کیږي .

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د شنبې په ورځ له لاوس سره له مساوي لوبې وروسته، هوټل ته پرلار وه چې د سپرلۍ ګاډی یې له بل ګاډي سره ټکر شو.

افغانستان له لاوس سره تر لوبې وروسته، د اسیا د فوټبال د کنفدریشن د چیلج کپ نیمه پایلوبې ته لاره وکړه، افغان لوبغاړو لا خپله بریا نماځله چې ترافیکي پېښې یې دغه خوشحالي ورولوټله .

د افغانستان د ملي لوبډلې تخنیکي روزونکي امیر عسکر لعلي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د لوبغاړو صحي حالت ښه دی .

( په ژوبلو شویو لوبغاړو کې مصطفی ازادزوی، اسلامدین امیري، فیصل سخي زاده او ارش هاتفي دي. د لوبډلې روزونکی همایون کارګر، مدیر فرید مولوی د مطبوعاتو د برخې غړی سید علي کاظمي هم ژوبل شوي و، خو اوس یې روغتیايي حالت ښه دی او له روغتون څخه رخصت شوي دي .)


ژوبل شوي ټول لوبغاړي د لوبډلې کلیدي کسان بلل کیږي .

ښاغلي لعلي په دې اړه ډېر څه ونه ویل چې ژوبل شوي لوبغاړي به د سه شنبې په ورځ( مۍ ۲۷) په نیمه پایلوبه کې له فلسطین سره لوبې کولو ته چمتو وي که څنګه؟
افغانستان چې دا مهال د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون –سافف- اتل دی، د راروانې سه شنبې په ورځ به ( مۍ ۲۷) د اسیا فوټبال کنفدراشین د چلنج کپ په نیمه پایلوبه کې له فلسطین سره مخامخیږي .
افغانستان چې دا مهال د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون –سافف- اتل دی، د راروانې سه شنبې په ورځ به ( مۍ ۲۷) د اسیا فوټبال کنفدراشین د چلنج کپ په نیمه پایلوبه کې له فلسطین سره مخامخیږي .
ټولنیزې رسنۍ او افغان لوبغاړي :
د افغان لوبغاړو هره بریا او ماتې په ټولنیزو رسنیو کې خپل مثبت او منفي غبرګون لري .
ښايي په مالدیف کې د دغې ترافیکي پېښې لا یوه ساعت تیر شوی نه و چې، په ټولنیزو رسنیو فیسبوک او ټویټر کې ګڼو افغانانو خپلو اتلانو ته د ښې روغتیا دوعاګانې او هیلې وکړي .

د دې ترڅنګ د دغې ترافیکي پېښې تصویرونه هم پر ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول .
افتخار احمد سمسور د لوبغاړو د یوه تصویر د خپرولو تر څنګ لیکلي (هر چيرته چې ټکه رالويږي پر افغان رالويږي،يا پروردګاره د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته عاجله شفا ورکړې .)
عبدالرحمن احمدي لیکلي ( شکر خدایه ! چې لوبغاړي مو روغ دي .)

افغانستان په نیمه پایلوبه کې :
افغانستان د اسیا د فوټبال کنفدریشن په چلنج کپ کې، په خپلو دریو لوبو کې ترکمنستان ته درې یو ماتې ورکړه، له فلپین او لاوس سره یې لوبې له کوم کولو پرته مساوي پای ته ورسېدې .

افغانستان په خپل ګروپ کې د څلور امتیازونو په لرلو سره، لومړی مقام خپل کړ او نیمه پایلوبې ته ووت.
افغانستان چې دا مهال د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون –سافف- اتل دی، د راروانې سه شنبې په ورځ به ( مۍ ۲۷) د اسیا فوټبال کنفدراشین د چلنج کپ په نیمه پایلوبه کې له فلسطین سره مخامخیږي .
فلسطین څو میاشتې د مخه افغانستان ته په فوټبال کې ماتې ورکړې وه، خو که د افغانستان وروستیو بریاوو او د لوبغاړو ښې لوبې ته وکتل شي، ښايي دا وارې فلسطین ته د افغانستان ماتول هومره اسانه نه وي .

افغانستان د فوټبال په برخه کې د نورو هېوادونو په پرتله له هومره اسانتیاوو څخه برخمن نه دی، خو هره بریا یې کور د ننه په پراخ ډول ستایل کیږي او نماځل کیږي .

کله چې افغانستان د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون اتلولي خپله کړه، د دغه هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې خلک لارو کوڅو او سړکونو ته راووتل او تر نیمو شپو یې نڅاوې، اتڼونه او خوشحالۍ کولې .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG