د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي پاکستان د افغانستان په تازه میوو اضافي ټکس بیرته معاف کړ 


د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي وایي د پاکستان حکومت د افغانستان پرتازه میوو د اضافي مالیې د اخیستلو حکم بیرته اخیستی دی.

دغه سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په اسلام اباد، کویټه او پېښور کې د سفارت د چارواکو د هڅو په ترڅ کې په چمن او تورخم کې د افغانستان پر میوو د پاکستان د حکومت له خوا د ګمرکي محصول د لوړېدو له امله راپورته شوې ستونزه حل شوې ده .

د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د جمعې په ورځ سپټمبر نهمه ( وږې ۱۸) د دغه سفارت تجارتي آتشې مسئول مفتي عبدالحکیم حکیمي په مشرۍ یو پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره ګډه غونډه کړې ده، چې په پایله کې یې ددغه وزارت مسئولینو وویل پر میوو د مالیې لوړولو پریکړه یوه عمومي پریکړه وه، خو له دې پریکړې څخه به افغانستان مستثنی وي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د دې اونۍ په سر کې خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې ومنلې خو زیاته یې کړه چې دغسې ستونزې چې کله کله راولاړیږي د خبرو له لارې ورته حل لارې موندل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې افغان سوداګرو د پاکستان د تعرفي لوړولو له امله په تازه مېوو بار سلګونه موټر له دغه هیواد سره د سپین بولدک ـ چمن پوله کې درولي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان پر پنځه قلمه تازه مېوو باندې د «آر، ډي ټکس» په نوم ټکس څو برابره لوړ کړی دی.

خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې پاکستان تر دې مخکې هم کله ناکله د 'آر ډي ټکس' په نوم مالیه لګوله، خو افغانستان به له دغې مالیې څخه معاف و: "د افغانستان پر پنځه قلمه تازه مېوه باندې چې انګور، انار، مڼې او نور پکې شامل دي، پر دې باندې تعرفه څو چنده جګه شوې ده، پاکستان د آر دي ټکس په نوم دا ټکس لګولی دی چې مخکې هم کله ناکله لګوه، مګر افغانستان له دې څخه به معاف و.اوس مهال پر یو ټن انګورو له ۱۱زره څخه تر ۲۰زره مصرف راته چې اوس دغه مصرف له ۸۰زره څخه تر ۹۰زرو پوري لوړ شوی دی."

ښاغلي الکوزي وویل چې د پاکستان ددې پریکړې وروسته افغان سوداګرو د تېرو څو ورځو راپدېخوا خپل په تازه مېوو بار سلګونه موټر له دغه هیواد سره پر پوله درولي دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له افغانستان څخه هغه هیواد ته پر تازه سبزیجاتو محصول د درې میاشتو لپاره معاف کړی دی. د پاکستان له خوا پر پیازو او رومیانو باندې د محصول د معافیدو وروسته په زرګونو ټنه پیاز او رومیان له افغانستان څخه پاکستان صادر شوي دي. د اقتصادي چارو افغان کارپوهان اندیښنه ښيي چې که چیرې پاکستان ته د پیازو او رومیانو د صادراتو بهیر همداسې دوام وکړي کیدای شي افغانستان کې په راتلوونکو میاشتو کې دغو توکو ته به اړتیا ډیره زیاته او بیې یې هم پورته وخیژي، چې عام افغانان به یې د اړتیا پرمهال د اخیستلو توان ونلري.

XS
SM
MD
LG