د لاس رسي وړ اتصالات

د هغې نجلۍ داستان چې ۷ کلنۍ کې یو ډېر مسن سړي‌ ته واده شوه


د هغې نجلۍ داستان چې ۷ کلنه کې یو ډېر مسن سړي‌ ته واده شوه

فاطمه اوه کلنه وه چې یو داسې پاخه عمر سړي ته واده شوه چې د هغې د نیکه هومره عمر یې درلود.

فاطمه ادعا کوي چې د خپلې خسرګنۍ په کور کې ووهل شوه، وډبول شوه، جنسي تیری پرې وشو، لوږې یې وزغملې او آن د خپل ځان د وژلو کوښښ یې وکړ.

فاطمه اوس ۲۲ کلنه ده او په افغانستان کې د امن په یوه کور کې ژوند کوي. هغه چې سترګې یې د اوښکو څخه ډکې وې، د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل په لس کلنۍ کې په داسې دیوال ټیل ووهل شوه چې میخ هم پکې و. "زما سر په همدې میخ ولګیده. نږدې وه چې مړه شم".

دغه ۲۲ کلنه افغانه نجلۍ ویره لري که د طالبانو حکومت د امن دا کور وتړي، دا به د اوسیدو لپاره هیڅ ځای ونلري. فاطمه د خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې نده او وايي چې خسرګنۍ یې هوډ کړی چې د هغوي د نوم بدولو په خاطر یې ووژني.

خو فاطمه یوازینۍ افغانه نده چې په خپل ژوند کې دا ډول کړاو ویني.

ملګري ملتونه وایي چې ۸۷ په سلو کې افغان میرمنو په خپل ژوند کې جنسي، جسماني او رواني تشدد لیدلی.

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې په ټول هیواد کې د هغو میرمنو لپآره چې د کورنیو لخوا ورسره زور زیاتی کیده، ۲۴ د امن خونې وي چې مالي لګښت یې نړیوالې ټولنې ورکاوه.

سره لدې چې طالبان وایي د شریعت له مخې د دوي په حکومت کې د میرمنو حقونه خوندي دي خو په حقیقت کې میرمنې ورو ورو د ژوندانه د عامه چارو څخه ایستل کیږي.

د هیواد په ډیری برخو کې د نجونو لیسې بندې دي. میرمنې په دولتي ادارو کې کار کولو ته نه پریښودل کیږي او طالبانو همدا تیره اونۍ امر وکړ چې میرمنې د محرم پرته نشي کولی اوږد مزل وکړي.

XS
SM
MD
LG