د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د افغانو نجونو روباټیک ټیم ته تحصیلي بورس ورکړ


د قطر د زده کړو او علومو بنسټ وایي چې دې هیواد د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم غړو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه بنسټ د سه شنبې په ورځ سپتمبر اوومه (وږي ۱۶) په یو بیان کې وویل: "هغوی به داسې بورسونه ترلاسه کړي چې د قطر د بنیاد او د قطر د پرمختیایي صندوق د مشارکت له مخې ورته د زده کړو زمینه برابریږي."

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم ۲۰غړې لري چې اکثر یې د شلو کالو ټیټ عمر لري او په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته له هیواد څخه وتلي او دا مهال قطر او مکسیکو په ګډون د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې اوسیږي.

پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ په قطر کې د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم د یو شمیر غړو سره وکتل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: "تاسې په ټوله نړۍ کې مشهور یاست. هغه داستان چې پخوا په علومو کې د ښځو د اشتغال د اهمیت په اړه مو ویلی له افغانستان اخوا ټولې نړۍ ته یو مهم پیغام لیږدوي. "

د قطر د علومو او زده کړو د بنسټ رئیسې شیخه هند بنت حمد آل ثاني، وویل: "دغه با استعداده او نوښتګره زده کوونکې په ناارامۍ کې ژوند کوي او مونږ د قطر په بنسټ کې غواړو هر څه مو چې له لاسه وشي [دوی ته] تر سره کړو."

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم په ۲۰۱۷کال کې وروسته له هغې د خبرونو سرلیک شو چې په واشنګټن کې د روباټیک مسابقې لپاره د تګ ویزه یې رد شوه چې وروسته د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغوی ته د سفر زمینه برابره کړه.

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم تیر کال د موټر له پرزو څخه د مصنوعي ساه اخیستلو دستګاه جوړه کړه، چې کیدای شي د کروناویروس ناروغانو ته چې د ساه اخیستلو له ستونزو سره مخامخ وي، د وینتیلاتور یا مصنوعي تنفس د دستګاه په توګه وکارول شي.

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم په ۲۰۱۷کال کې د ډیجیټل سټیزن فنډ د بنسټ په مرسته په رسمي توګه د هرات په ولایت کې کار پیل کړ. دغه ټیم د څلورو کلونو په ترڅ کې ۱۲روباټونه طرحه کړل او د فرست ګلوبل په ګډون یې په څو نړیوالو مسابقو کې برخه واخیستله او افغانستان ته یې ویاړنې وګټلې.

XS
SM
MD
LG