د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د روباتیک ټیم نجونو د ساه اخیستلو مصنوعي اله جوړه کړه


د افغانستان د روباتیک ټیم نجونو د ساه اخیستلو مصنوعي دستګاه جوړه کړې چې د کووید ۱۹ ناروغانو په درملنه کې ډیر ارزښتناک بلل کیږي.

ددغه ټیم د غړیو په وینا، دغه ماشین یې په امریکا کې د ماسچوسیټس ایالت د تکنالوژۍ پوهتون له طرحې په مرسته جوړ کړی.

سره له دې چې تر اوسه دغه اله ارزول شوی نه ده، خو د افغانستان د روباټیک ټیم روزونکی، غفور یعقوبي وایي چې د ټیم غړیو زیار ایستلی چې کار یې معیاري واوسي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغه ټیم دغه نوښت ستایلی او تاکید یې کړی چې دغه ډول ماشینونه دې د داسې اینجینرانو سره په مشورې جوړ شي چې طبي بیالوژي برخه یې لوستې وي.

سره له دې چې تر دې دمه په افغانستان کې د کووید۱۹ بیمارانو شمیر دومره ډیر شوی نه دی چې د هیواد روعتیایي سیستم وننګوي او د ساه اخیستلو دستګاوو له کمښت سره یې مخ کړي خو د بیمارانو په شمیر کې د ډیروالي بهیر چارواکي اندیښمن کړي دي.‌

د روغتیا وزارت د وروستیو شمیرو په اساس په افغانستان کې د چهارشبنې تر ورځې د اپریل ۸ (وري ۲۰) پورې په کووید۱۹ د اخته کسانو شمیر ۴۴۴ ته رسیدلی و او ۱۴ کسان ددغه ویروس له کبله مړه شوي و.

د کووید۱۹ د بیمارۍ له کبله انسان ته تنفس سختیږي او د ستونزې حل لپاره د ساه اخیستلو مصنوعي‌ دستګاه ته ضرورت پیښيږي.

دا مهال د امریکا متحده ایالتونو په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر پرمختللي هیوادونه د کوویډ۱۹ ناروغانو ته د ساه اخیستلو مصنوعي دستګاه په برابرولو کې پاتې راغلي‌ دي. ښایي که دغه شمیر په افغانستان کې په ډیریدو شي‌ نو ورته یو حالت به رامنځته شي.‌

کروناویروس چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په وروستیو ورځو کې د چین د هوبي ولایت د ووهان ښار نه پیل شو تر اوسه د نړۍ ۱۸۴ هیوادونو او سیمو ته رسیدلی دی.

د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې تر سهاره اپریل ۸ (وري ۲۰) پورې په نړۍ کې نږدې یو نیم میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر ۸۳۱۴۹ ته رسیدلی.

په نړیواله کچه ددې ویروس نه د جوړ شویو کسانو شمیر ۲۸۱۳۹۶ تنه ذکر شوی دی.

XS
SM
MD
LG