د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر کسان په کرونا اخته دي


کرونا تر دې دمه په افغانستان کې ۳۶ کسان مړه کړي
کرونا تر دې دمه په افغانستان کې ۳۶ کسان مړه کړي

په افغانستان او نړۍ کې د کرونا په ویروس د انسانانو د اخته کېدو او تلفاتو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزرات د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غويي۲) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ نور افغانان هم د کرونا په ویروس اخته شوي دي او تر دې دمه دغه ویروس ۳۶ تنه مړه کړي ‌دي.

د وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په اخته کسانو کې یې ۵۲ په کابل، پنځه یې په لغمان،څلور یې په بغلان،څلور یې په ننګرهار او یو کس په پکتیا کې دي.

په دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دې دمه ۱۰۹۲ ته ورسېده او په کابل کې د افغانستان تر هر بل ولایت زیات دي چې شمېر یې ۳۵۸ ته رسیږي.

ښاغلي مایار همدارنګه وویل چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۵ کسان چې په کرونا اخته وو بېرته ښه شوي او رغېدلي دي. په افغانستان کې له کرونا څخه تر دا مهاله ټولټال ۱۵۰تنه بیرته روغ شوي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس۶۶۷۶معاینات شوي چې ۵۴۸۶یې منفي ثابت شوي دي.

په همدې حال کې نړیوال بانک أفغان حکومت ته ۲۰ میلیون ډالر رسولي چې له کرونا سره بېړنۍ مبارزه وشي. نړیوال بانک ژمنه کړې ده چې د کرونا سره مبارزې لپاره به افغانستان ته ۱۰۰.۴ میلیون ډالر ورکوي‌.

کرونا په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۱۷۱زره کسان مړه کړي‌او نژدې ۲.۵ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG