د لاس رسي وړ اتصالات

که نړیواله ټولنه د تروریزم مقابل کې همکاري کوي، هرکلی یې کوو- اندړ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د افغانستان د خاورې ۹۶سلنه دفاع افغان ځواکونه کوي.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي چې د طالبانو او امریکا له تړون وروسته د امریکایانو سرونه خوندي دي خو افغانان وژل کیږي.

نوموړي نن سه شنبه مارچ ۲۳ (وري ۳) رسنیو ته په لېږلي غږیږ پیغام کې ویلي: "په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د بهرنیانو سرونه خوندي دي، خو افغانان لا هم وژل کېږي او جګړه پر افغانانو او امنیتي سرتېرو متمرکزه ده او دفاع هم تر ۹۶ سلنې د افغان ځواکونو پر غاړه ده. موږ ته د خپلې خاورې او خلکو ساتنه یو دایمي او ملي مکلفیت دی."

نوموړي وویل چې که د تروریزم په مقابل کې متحده ایالتونه، نړیواله ټولنه او بل هر هېواد همکاري کوي، افغانستان به یې هرکلی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ان بي سي خبري شبکې د دوو امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتیرو د حضور غځول لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره تر غور لاندې دي.

د امریکا او طالبانو د دوحې د هوکړې پر اساس ټاکل شوې وه چې ټول امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱ کال تر مۍ میاشتې له افغانستان څخه ووزي.

په دغه راپور کې راغلي چې تر دې مخکې د متحده ایالاتو ولسمشر په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د حضور غځولو لپاره تل د دفاع وزارت د وړاندیز منلو په وړاندې مقاومت کړی و، خو تازه یې د دغه وړاندیز منلو ته چمتو شوی دی.

خو په ورته مهال هغه سرچینې چې د ان بي سي تلویزیون سره یې خبرې کړي ویلي چې لا هم په دې اړه وروستی تصمیم نه دی نیول شوی.

خو تر دې مخکې ولسمشر بایډن ویلي و چې له افغانستان څخه تر مۍ میاشتې د ټولو امریکايي سرتیرو ایستل ستونزمن دي.

خو طالبانو بیا ورته راپورونو ته په غبرګون کې ویلي و چې تر ټاکلې نیټې وروسته په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حضور به بدې پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG