د لاس رسي وړ اتصالات

مرکل: جرمني ځواکونه چمتو دي افغانستان کې پاتې شي 


د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل
د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل

د جرمنی صدراعظمه انګلا مرکل وايي که اړتیا وه، د جرمني ځواکونه چمتو دي چې د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

مېرمن مرکل د شنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب ۲) د مونیخ په امنیتي‌ کنفرانس کې وویل: «د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه مننه چې د افغانستان د سولې بهیر بیا ارزوي. که د جرمني‌ موجودیت د دغه ماموریت په بري کې مرسته کوي او دا کار موږ په داسې یو دریځ دروي‌ چې په افغانستان کې دموکراتیک او سوله خوښ ځواکونو ته یو رېښتینی فرصت برابر کړي، جرمني چمتو ده چې د ډېر وخت لپاره په افغانستان پاتې شي.»

امریکا د ۲۰۲۰په فبرورۍ کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.‌ د تړون په اساس بهرني ځواکونه به د ۲۰۲۰د مارچ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي. خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي،‌ له القاعده سره اړیکې پرې کړي او له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات پیل کړي.

اوس ناټو او امریکايي چارواکي ‌وايي طالبانو د تړون ژمنې نه دي پوره کړي.

امریکا د دغه تړون بیا ارزول پیل کړي‌ دي.

تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم ویلي‌ وو چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې د مارچ تر میاشتې پورې نتیجې ته نه رسیږي‌ او «موږ باید د یو نوي ماموریت په ګډون مختلفو شرایطو ته چمتو واوسو.»

اروپايي ټولنې او ناټو ویلي‌ دي چې په افغانستان کې د ماموریت په اړه تر هرې پرېکړې مخکې باید دا اطمینان ترلاسه شي چې دا هېواد به بیا د ترهګرو په ځالې نه بدلیږي، د ځواکونو وتل باید د شرایطو په اساس وي‌، تاوتریخوالی کم او دایمي ‌اوربند وشي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لویید آستن د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې امریکایي ځواکونه به په بېړې او نامنظم ډول له افغانستان څخه نه وځي.

د امریکا د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د جګړې کمولو لپاره دپلوماتیکو هلو ځلو ته ژمنه ده او په دې اړه به له خپلو ټولو ایتلافیانو سره مشورې وکړې.

په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۹۶۰۰بهرني ځواکونه دیره دي‌ چې ۲۵۰۰یې امریکايي عسکر دي چې افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او تجهیز کوي يي.

XS
SM
MD
LG