د لاس رسي وړ اتصالات

فیصل: تر اوسه افغان حکومت ۳۰۰۰ او طالبانو ۲۷۷ بندیان ازاد کړي


ښاغلي فیصل وویل چې طالبانو تر دا مهاله د افغان حکومت ۲۷۷ بندیان ازاد کړي دي
ښاغلي فیصل وویل چې طالبانو تر دا مهاله د افغان حکومت ۲۷۷ بندیان ازاد کړي دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت تر دامهاله د سولې خبرو کې د پرمختګ په هدف ۳۰۰۰ طالب بندیان د هیواد د بېلابېلو زندانونو څخه ازاد کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن سې شنبه جون نهمه (غبرګولې۲۰) په کابل کې مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې سولې ته د رسېدو په هدف به دغه لړۍ په راتلونکې کې هم دوام ولري.

ښاغلي فیصل همدارنګه زیاته کړه چې یاد طالب بندیان د پروان توقیف ځای، څرخي پله او د هیواد له نورو زندانونو څخه ازاد شوي دي.

هغه وویل: "تر دامهاله چې موږ خبرې کوو د افغانستان جمهوري اسلامي دولت ټول ټال درې زره طالب بندیان د پروان مرکزي توقیف ځایه، څرخي پله زندانه او د هیواد له نورو زندانونو څخه ازاد کړي دي، دا لړۍ به په راتلوونکي کې هم دوام پیدا کوي تر څو د سولې په بهیر کې اعتماد سازي رامنځته شي، او د افغانانو له غوښتنې سره یوې دایمي سولې ته ورسېږو."

please wait

No media source currently available

0:00 0:13:11 0:00


نوموړي وویل چې تر دامهاله د طالبانو لخوا هم د افغان حکومت ۲۷۷ بندیان ازاد شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین روانه میاشت وویل چې تر دا مهاله د دوی لخوا شاوخوا څلور سوه پنځوس افغان امنیتي ځواکونه ازاد شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند ټینګار وکړ چې د سولې خبرو کې د پرمختګ په هدف وسله وال طالبان باید ټول هغه کسان چې له دوی سره بندیان دي هم ازاد کړي.

نوموړي وویل چې افغانان په دې وروستیو کې بیا هم د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي شاهدان و چې په وینا یې د سولې مخامخ خبرو پیلېدو په هدف طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل همدرانګه وویل چې افغان حکومت د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته پوره چمتووالی لري او پر طالبانو یې هم غږ وکړ چې په دې اړه اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پوره چمتووالی لري، د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی هم ټاکل شوی... طالبان هم باید له خپل ادرسه باید اقدامات وکړي."

تراوسه د بین الافغاني خبرو نیټه او ځای په رسمي ډول نه دي اعلان شوي، خو د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې دا خبرې به د کابل او دوحې ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG