د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بشري مرستو لپاره ۴۰۵ میلونه ډالره غواړي


د مرستو غوښتنه د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو په ګډه کړې
د مرستو غوښتنه د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو په ګډه کړې

د افغانستان حکومت وايي چې په ۲۰۱۵ زیږدیځ کال کې د بشري مرستو په برخه کې ۴۰۵ میلونو ډالرو ته اړتیا لري چې د خلکو د ژوند د تآمینولو په برخه کې به ورڅخه ګټه واخیستل شي.

په کابل کې د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې ترمنځ په ګډه غونډه کې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې لا اوس هم درې اعشاریه اته میلونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.


د ملي وحدت حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله پر نړیوالې ټولنې او مرستندویه هیوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره مرستې وکړي او دوی حاضر دي چې نړیوالې ټولنې ته د رڼوالي په برخه کې حساب ورکړي.


د عبدالله په وینا نړیواله ټولنه په پام کې لري چې له افغانستان سره د خوراکي توکو ، خوار ځواکۍ ، د څښاک اوبه ، بې ځایه شويو او بیرته راستنیدونکو په برخه کې دي.

عبدالله وايي "هیله من یم چې غوښتل شوې پیسي د سکتوري وزراتونو په واک کې ورکړل شي او په راتلونکي کال کې د افغانستان د بشري مرستو په برخه کې اړتیاوې پوره شي".

د عبدالله په وینا که څه هم په تیرو کلنو کې د نړیوالې ټولنې مرسته حیف او میل شوي نه دي ، خو په سمه توګه ورڅخه ګټه نده اخیستل شوې.
ده وویل چې دا مرستې ضایع شوي دي ، خو وروسته له دې باید په جدي توګه ورته پاملرنه وشي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی مارک باودین وايي چې دوی ژمن دی له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې مرسته وکړي.
د باودین په وینا دوی په پام کې لري چې په افغانستان کې د میلونونو وګړو ژوند وژغوري.
باودین وايي "وږ په ګډه به کار وکړو او په میلونونو کسانو ژوند به وژغورو ، هغه کسان چې لا تراوسه بشري مرستو ته اړتیا لري".

د شمیرونو له مخې لا اوس هم په افغانستان کې په ټولیزه توګه اوه اعشاریه څلور میلونه وګړي مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې څخه درې اعشاریه اته میلونه یې په لومړیتوب کې دي.

همدا راز دوه اعشاریه دوه میلونه وګړي د خوراک سخت کمښت سره مخ دي ، یو اعشاریه دوه میلونه ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي.

د ملي وحدت حکومت وايي چې په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالې ټولنې په مرستو کې په دننه افغانستان کې پې ځایه شويو او له بهرنیو هیوادونو په تیره پاکستان څخه راتلونکي افغان کډوال هم شامل دي چې مرستې به ورسره وشي.
افغان حکومت په داسې وخت کې له نړیوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه کوي چې په ۲۰۱۴ کال کې دغه هیواد له نړیوالې ټولنې څخه د ۴۰۶ میلونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله شل فیصده کمه وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ چارواکي وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې د بشري مرستو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او غوښتل شوې مرستې نږدې شپیته فیصده پوره شوي دي.

د ملي وحدت د حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله وايي چې د کابینې د جوړولو په برخه کې دی یوازې له جمهور ریسس اشرف غني سره خبرې کوي او هغه څوک چې له دې خبر نه دي ګرم یې نه ګڼي.

عبدالله وايي " د کابینې د جوړولو په برخه کې زه یوازې له جمهور رییس سره خبرې کوم که څوک بې خبره دي نه یې ملامتوم".

دا په داسې وخت کې ده چې رپوټونه ورکړل شوي وو چې د ملي وحدت د حکومت جمهور ریس او اجرایوي ریس په کابینه کې د وزیرانو په ګمارلو سره د نظر بیوالی لري.

XS
SM
MD
LG