د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا-طالبانو پر موافقې د افغان حکومت اندېښنه او د وضاحت غوښتنه


خلیلزاد تېره دوشنبه د یادې هوکړې یوه کاپي ولسمشر غني ته وښودله
خلیلزاد تېره دوشنبه د یادې هوکړې یوه کاپي ولسمشر غني ته وښودله

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له امریکا متحده ایالاتو څخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقتنامې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ د «وږې میاشتې پر۱۳مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې افغان حکومت د یادې توافقنامې څخه د پېښېدونکو خطرونو په اړه اندېښنه لري.

ښاغلي صدیقي ویلي، لکه څرنګه چې پخواني امریکايي چارواکي او سناتوران د یادې توافقنامې د پایلو په اړه اندېښنه لري افغان حکومت هم ورته اندېښنه لري او په دې اړه د وضاحت غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو یو شمېر ډیپلوماتانو او پخوانیو سفیرانو له طالبانو سره د امریکا د سولې د توافقنامې په اړه خبر داری ورکړ او زیاته یې کړه چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته باید په افغانستان کې د جګړې مخنیوی وشي.

صدیقي ویلي:"موږ د دغه سند په اړه د وضاحت غوښتنه کوو، ترڅو هغه ناوړه پایلې او خطرونه په دقت سره وڅېړل شي او د خطرونو مخه ونیسو."

هغه ویلي چې افغان حکومت تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د سولې په بهیر کې له هر ډول پرمختګ څخه ملاتړ کوي: "خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د افغانستان د حکومت اصلي اندېښنه داده چې له دې څخه د پېښېدونکو پایلو او خطرونو مخه به څرنګه نیول کېږي؟"

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د متن یوه کاپي ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته وښودله.

افغان حکومت مخکې ویلي و، چې دوی به د یادې توافقنامې تر ارزولو وروسته خپل دریځ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG