د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د "طالبانود اسلامي امارت" بیا راتګ د منلو نه دی- خلیلزاد


خلیلزاد له طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه لرله
خلیلزاد له طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه لرله

د افغانستان د سولي په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې دوی له طالبانو سره د یوې موافقې په درشل کې دي او بل پړاو به بین-الافغاني مذاکرات وي.

ښاغلي خلیلزاد د دوشنبې په ماښام سپتمبر دوهمه (وږي ١١) د طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ټېنګار وکړ چې متحدو ایالتونو ته د "طالبانو اسلامي امارت بیا راتګ" د منلو نه دي.

ښاغلي خلیلزاد وویل چې دا د افغانانو داخلي مسئله ده، خو "دا نه منو چې د طالبانو اسلامي امارت دې په زوره په خلکو ومنل شي. داسې یو حکومت غواړو چې د ټولو افغانانو په خوښه وي نه په زور. موږ یوازې د یو داسې حکومت طرفدار یو چې د مذاکرې او خبرو له لارې رامنځ ته کیږي."

ښاغلي خلیلزاد دا خبره هم وکړه چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات په افغانانو پورې اړه لري خو امریکا ته سوله لومړیتوب لري. ده هیله وښوده چې د بین-الافغاني مذاکراتو لپاره یو با صلاحیته هیئات وټاکل شي چې یوې موافقې ته ورسیږي. هغه وویل چې له طالبانو سره په موافقې کې ښکاره ویل شوي چې "بین-الافغاني مذاکرات کله پيلیږي،" خو د نتیجې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي خلیلزاد وویل چې امریکا به په بین-الافغاني مذاکرتو کې د خبرو اړخ نه وي، خو که ضرورت وي مرسته کولی شي. خلیلزاد وویل چې دا مذاکرات ښايی په ناروې کې وشي.

هغه وايي "موږ چمتو یو چې مرسته وکړو. د ځینو هېوادونو استازي به هلته وي، چې مرسته وکړي. د اندونیزیا، قطر، المان، ناروې ملګري ملتونه به هلته وي چې مرسته وکړي په دې باندې به وروسته خبرې کیږي او طبیعي ده چې امریکا به هم دلچسپي ولري. "

ولسمشر غني وايي چې بین-الافغاني مذاکراتو لپاره یې یو ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی دی او د خبرو تر پیل کېدو مخکې به یې اعلان کړي. طالبانو مخکې ویلي وو چې دا باید دا پلاوی ژر اعلان شي.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بروګسل ته تللی چې د افغانستان د سولې په اړه له خپلو متحدینو او د ناټو د غړو هېوادونو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG