د لاس رسي وړ اتصالات

قراردادونو کې د ۱۱ میلیارده افغانیو د ضایع کېدو مخه نیول شوې-ارګ


ارګ وايي د قانون پلې کېدل د فساد د مخنیوي یو علت دی
ارګ وايي د قانون پلې کېدل د فساد د مخنیوي یو علت دی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د ۱۳۹۶ کال په قراردادونو کې یې د ۱۱ میلیارده افغانیو د بې ځایه لګولو مخه نیولې ده.

د تدارکاتو د ادارې مشر الهام عمر هوتکي ولسمشر غني ته د خپل راپور د اورولو پر مهال وویل چې ۸۰۰ پروژې یې ارزولي او څېړلي دي او په پایله کې یې د ۱۱ میلیارده افغانیو د ضایع کېدو او بې ځایه لګېدو مخه نیول شوې ده.

د ارګ د دوشنبې د ورځې (جنورۍ۲۲) اعلامیه وايي چې د تدارکاتو د قانون پلي کولو، په قراردادونو کې شفافیت، د مالیاتو لوړولو، د جعلکارو شرکتونو لغوه کولو او دا ډول ځینو نورو اقداماتو دا ۱۱ میلیارده افغانۍ خوندي او سپما کړي دي.

د اعلامیې له مخې په دغو ۸۰۰ اروزل شویو پروژو کې د فواید عامې، اوبو او برېښنا او کلیو او پراختیا وزارتونو ځیني زیر بنايي پروژې هم شاملې دي.

ارګ ندي ویلي چې دغه ۸۰۰ پروژې د افغانستان په کومو سیمو کې وې او ټوله بودیجه یې څومره وه.

د افغانستان د ملي یوالي حکومت تل د فساد په ضد د مبارزې ژمنه کړې ده. د ملي تداراکاتو اداره هم په قراردادونو کې د فساد د مخنیوي لپاره جوړه شوه چې د ولسمشر یې د غونډو مشري کوي او د قراردادنو په اړه پرېکړې کوي.

د افغانستان د بیا رغوني په برخه کې د امریکا ځانګړي څارونکي، سیګار هم په خپل راپور کې د ملي تدارکاتو کار ستایلی او مثبت یې بللی دی.

XS
SM
MD
LG