د لاس رسي وړ اتصالات

له کندهار نه تر امریکا د خیانت او غچ کیسه په سریال کې


دا لمړی ځل ندی چې هالیووډ د افغانستان د جګړې په اړه فلم جوړوي،‌ خو یوه تازه خپور شوي سریال د ډیرو مینه والو پام ځانته کړی دی.

جزا ورکونکی یا The Punisher همدا میاشت د نټ فلکس لخوا نندارې ته وړاندې شو. د دغه ۱۳ برخېز سریال اصلي کیسه له کندهار نه پیلیږي چیرې چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آې اې) او د پوځ ځانګړي ځواکونه یو افغان پولیس شکنجه کوي او وژني یې. احمد ذبیر پدې خاطر وژل کیږي‌ چې له کندهار نه د مخدره توکو په قاچاق کې د سي آې اې د استازي په لاس لرلو خبر شي.

سریال په ټوله کې د خورا بوږنونکو زورزیاتیو او د خیانت، فساد او کرکې انځور ورکوي‌.

د سریال اصلي څیره فرنک کسل (جان برنتال) پخوا په کندهار کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یوې کوچنې ډلې کې و چې ماموریت یې د مهمو کسانو وژل دی، خو د دوې کړنې له قانون نه بهر غځیږي او آن د مخدراتو قاچاق کوي.

امریکا ته له راستنیدلو وروسته فرنک کسل غواړي له خپلې میرمن او دوو ماشومانو سره پاتي شي، خو ناپیژندل شوي‌ وسله وال یې میرمن، زوی او لور ووژني. فرنک چې له روحي فشار (PTSD) سخت رنځ وړي، په یوازې سر په غچ اخیستلو پیل کوي او پدې لړ کې له هیښنونکو رازونو پرده پورته کوي.

د سي آې اې د پټو عملیاتو د څانګې مشر، ویلیام رالنز، د کندهار د ناقانونه عملیاتو اصلي مسوول دی خو د فرنک د سنګر انډیوال، بل روسو، هم خاین راوځي. رالنز او روسو د پیسو او قدرت په حرص کې نه یوازې ملي خیانت ته لاس اچوي بلکه خپل ملګري او همکاران هم وژني.

د سریال بله مهمه څیره دینا مداني (امبر روز ریوا) ده چې په خټه افغانه ښوول کیږي خو دا مهال د امریکا د کورني امنیت مشره ایجنټه ده. د مداني لمن په خیانت ککړه نده خو بل روسو یې خطا باسي او نږدې همکاران یې وژني. مداني وروسته د روسو په خیانت پوهیږي او د فرنک کسل سره پټه او څرګنده همکاري کوي. د سريال په پاې کې فرنک د رالنز په ګډون نږدي ټول ناولي کسان وژني، خو بل روسو سخت ټپی کړي او پولیسو ته یې وروسپاري.

جزا ورکونکی تخیلي سریال دی چې داستان او پیښې یې د سوداګریزې سینما لپاره جوړې شوې دي او له حقایقو سره هیڅ تړاو نلري، خو د دې ډول فلمونو لیدل ښاي د هغو کسانو لپاره چې د افغانستان د جګړې په هکله ژور شکونه لري، د لا شکاکیت اسانه فکري بستر برابر کړي.‌

د جزا ورکونکي د ثبتولو چارې د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر کې پیل او د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې بشپړې شوې، او د فلمونو څیړونکو دغه سریال ته له ۱۰۰ نه ۵۴ نمرې ورکړي.

XS
SM
MD
LG