د لاس رسي وړ اتصالات

سالارزی: د نړیوالو په همکاریو حساب کوو


سالارزی وایي د افغانستان پر نوې امنیتي تګلارې کار روان دی
سالارزی وایي د افغانستان پر نوې امنیتي تګلارې کار روان دی

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي چې افغانستان د امنیت د ټینګېدلو په برخه کې د امنیتي او دفاعي ټړون د مشروع دفاع په برخه کې د خپلو ملګرو شریکباڼو په همکارۍ حساب کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي امریکا اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان او ددغه هیواد د نړیوالو همکارانو ترمنځ امنیتي او دفاعي همکاري د هغو تړونونو په چوکاټ کې ترسره شي چې افغان حکومت د تیر سپتامبر په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو د ټولنې سره لاسلیک کړي دي.

سالارزي وویل"په هغه صورت کې چې افغان امنیتي ځواکونه دا وګڼي او یا احساس کړي چې د افغانستان خلک یا افغان امنیتي ځواکونو ژوند ترګواښ لاندې دی او یا په ټوله کې افغانستان د ګواښ سره مخ دی په دغسې یو حالت کې به افغان امنیتي ځواکونه له مشروع ځواک نه په کار اخیستلو سره له افغانستان نه دفاع وکړي".

سالارزي وویل چې افغانستان په دریو برخو کې خپلو نړیوالو متحدینو په همکارۍ حساب کوي.

ښاغلي سالارزي وویل ‎"هغه درې ځانګړې برخې چې ما یادې کړې پدغو دریو برخو کې یوه یې د مشروع دفاع برخه ده بله یې د نړیوال تروریزم سره مبارزه او بله یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مسئله ده چې د افغانستان حکومت خپلو نړیوالو متحدینو په همکارۍ حساب کوي".

سالارزي د افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا د پوځیانو د همکارۍ په باب وویل چې د افغانستان جمهورریس د ملي امنیت شورا ته دنده سپارلې ده چې یوه کړنلاره جوړه کړي چې لا هم په دغه کړنلاره کار روان دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې د جمعې په ورځ لیکلي دي چې امریکايي ځواکونو به په افغانستان کې په مخامخ محاربوي ماموریت کې د یوه بل کار د پاره هم برخه اخلي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر اوباما دغه وروستۍ پرېکړه په دې ورستیو اونیوو کې په سپینه ماڼۍ کې د خپل ملي امنیت د سلاکارانو سره په یوه غونډه کې وکړه.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ولسمشر اوباما د نوي فرمان په ترڅ کې به د افغان ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو د ملاتړ دپاره په ځینو موارد کې د هوايي عملیاتو د ترسره کولو اجازه وي.

د فرمان له مخې امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې ده چې کله ناکله به د طالبانو پرضد په عملیاتو کې د افغان ځواکونو سره مله وي.

ښاغلي اوباما د روان کال په پیل کې ویلي و چې د امریکا پوځ به په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې محاربوي ماموریت نه لري.

هغه ویلي و چې ۹۸۰۰ امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته پاتې شي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او د القاعدې د غړو لټون به کوي.

XS
SM
MD
LG