د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي امنیت شورا د پوتین د څرګندونو هرکلی کړی


جمهوري ریاست وايي هغه هیوادونه چې په خپلو کې سره ستونزې لري، خو د افغانستان په هکله په دغه هیواد کې سره همکاري کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د افغانستان سره د امنیتي همکارۍ په برخه کې د روسیې د جمهوررئیس ولادیمیر پوتین، د پنجشنبې د ورځې څرګندونې وستایلې او د ښاغلي پوتین څرګندونې یې د افغانستان د دریځ سره سمې وبللې.

ښاغلي قادرشاه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سخت دریځو د شتون او فعالیتونو په هکله د روسیې د جمهوررئیس اندیښنو په اړه چې تیره ورځ یې خبري کنفرانس ته په وینا کې څرګندې کړې، وویل، افغانستان ته هم د سخت دریځو فعالیتونه د دغه هیواد په هره برخه کې د اندیښنې وړ دي او افغان امنیتي ځواکونه په ډیر صداقت سره، د هغوي له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ مسکو کې په روان عیسوي کال کې خپل وروستي خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې واشنگټن او مسکو کولای شي په افغانستان کې سره همکاري وکړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند وویل چې روسیې د جمهوررئیس دا څرګندونې هغو کړیو ته یو څرګند ځواب دی، چې افغان حکومت د اسلامي دولت یا داعش د ډلې څخه په ملاتړ تورنوي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم ، افغانستان سره د روسیې د همکارۍ په هکله د جمهوررئیس ولادیمیر پوتین څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د هیوادونو ترمنځ د همکارۍ په محور بدل شوی او دا هیواد کولی شي، نورو هیوادونو ښه فرصتونه په ځانګړي ډول په اقتصادي ډګر کې برابر کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو ته د روسیې د جمهوررئیس ولادیمیر پوتین د تیرې ورځې د څرګندونو په اړه وویل چې افغانستان د تروریزم سره د جګړې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دی او په دې برخه کې یې خپل مسولیتونه په ښه توګه ترسره کړي دي.

ښاغلي مرتضوي وویل " افغانستان د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل اساسي مسولیونه تر سره کړي دي، مونږ د تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ یو. مونږ تمه لرو چې نور هیوادونه هم د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې مسولیت مننونکي اوسي ".

ښاغلي مرتضوي سوداګري، ترانزیټ او نور اقتصادي پروګرامونه د هغو فرصتونو په توګه یاد کړل چې افغانستان یې سیمې هیوادونو ته برابرولی شي.

افغان او امریکایي مقاماتو دمخه مسکو د طالبانو څخه په غیر مستقیم ملاتړ تورن کړی و، خو مسکو دغه ډول تورونه بې بنسټه بللي دي.

د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره د روسیې د همکارۍ وړاندیز په داسې حال کې مطرح شوی چې په دې وروستیو کې یو شمیر لوړپوړو امریکایي پوځیانو په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ د پرمختگ خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG