د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بشري حقونو رپوټ ته د ارگ غبرگون


له دې دمخه د بشري حقونو سازمان د افغانستان حکومت د بشري حقونو په برخه کې "ناکام" گڼلی و.
له دې دمخه د بشري حقونو سازمان د افغانستان حکومت د بشري حقونو په برخه کې "ناکام" گڼلی و.

د افغانستان حکومت طالبان او نورې غیر مسؤله وسله والې ډلې د بشري حقونو څخه د سرغړونو اصلي لامل گڼلي او ویلي یې دي چې دتاوتریخوالي د راکمولو لو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي لپاره یې د هیڅ ډول کوشش نه ډډه نه ده کړې.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت "په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت" په کلنی راپور په افغانستان د بشري حقونو څخه د سرغړونې عمده پیښې یادې کړي چې په یو شمیر پیښو کې د افغانستان حکومت هم گرم گڼل شوی دی.

د طالبانو ډله په دې راپور کې د خشونت په پراخولو، د ملکي وگړو په وژنو، پر غیر پوځي خلکو باندې د چاودیدونکو توکیو په کارولو، ځانمرگي بریدونه چې په کې ملکي وگړو ته زیان رسیږي، د راکټونو ویشتل او وسله وال بریدونه، هدفمنده وژنې، په ځانمرگو بریدونو کې له ماشومانو کار اخیستل، د خلکو تښتونې او په لسگونو نورو جرمونو تورن شوي دي.

خو د قانون حاکمیت ته دافغانستان د دولت نه پاملرنه او د بشري حقونو د سر غړونکو سره پوره حساب کتاب نه کیدل او په پای کې د ښځو پر وړاندې تبعیض او تاوتریخوالی په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په توگه یاد شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د تاوتریخوالي د کمولو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي لپاره یې جدي گامونه پورته کړي چې د بشري حقونو سرغړونکو سره حساب کتاب وشي.

د افغانستان دولت د شکنجې پر ضد د ملي عمل برنامه تدوین او د عدلي او قضایي ارګانونوله لارې مخصوصاً لوی څارنوالۍ د هغه د تطبیق زمینه برابره کړې ده چې دا یو له هغو اقداماتو څخه دی چې د ډول ډول شکنجو عملي کول له منځه لاړ شي او عاملان یې قانوني تعقیب شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداشان د کندز د تیر کال جگړې ته په اشارې د امنیتي ځواکونو د بد چلند او د خلکو وژنه او شکنجه چې د افغاسنتان وسله وال ځواکونه یې عامل گڼل شوی، په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د یو بل مورد په توگه یاد شوی دی.

د ارگ خبرپاڼې دغه خبره رد کړې او ویلي یې دي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلو حقوقي او بشري مکلفیتونو په مراعت کولو سره په لوړه کچه خپلسرې وژې او غیر قانوني اقدامات نه دي ترسره کړي.

د زندانونو خراب شرایط، جبري نیونې او د غیر اخلاقي اهدافو لپاره د ښځو زنداني کول په دې رپوټ کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د یو بل مورد په توگه یاد شوي دي. خو د افغانستان حکومت ویلي دي چې په افغانستان کې د آزادۍ د سلبولو ټول مرکزونه د دولت د ادارې تر کنترول لاندې دي او هغه کسان چې د کوم مقصد په خاطر د شخصي زندانونو د جوړولو او چلولو هڅه وکړي ورسره جدي او قاطع چلند کیږي.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دي چې د اساسي قانون او د بشري حقونو د نورو ملي او نړیوالو اسنادو په رڼا کې د بشري حقونو په هکله ژمنو ته وفاداره دی.

XS
SM
MD
LG