د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرانسپورټ وزارت: پاکستاني مالونه به په بندرونو کې تخلیه کیږي


د افغان حکومت د دې پریکړې وړاندې پاکستانیو لاریو به د افغانستان ټولو ښارونو ته مالونه لیږدول.
د افغان حکومت د دې پریکړې وړاندې پاکستانیو لاریو به د افغانستان ټولو ښارونو ته مالونه لیږدول.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وایي هغه پاکستاني وارداتي مالونه چې له دغه هیواد افغانستان ته د سپين بولدک او تورخم له لارې واردیږي، لومړی به په افغانستان کې له پاکستاني لاریو تخلیه کیږي او وروسته به په افغاني موټرو کې نورو سیمو ته لیږدول کیږي.

د ټرانسپورټ سرپرست وزیر حمید طهماسي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني پدې وروستیو کې د ټرانسپورټ د سکټور د ملاتړ لپاره یو فرمان ورکړی او پدغه فرمان کې هغه مالونه چې له پاکستان افغانستان ته په پاکستاني لاریو کې واردیږي لومړی به په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې تخلیه کیږي او بیا به یې په افغاني لاریو کې نورو ولایتونو ته لیږدول کیږي.

سرپرست وزیر دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي تړون اپټا له مخې پاکستان د افغانستان صادراتي توکي په پیښور کې لومړی له افغاني لاریو نه تخلیه کوي او بیا یې د پاکستاني لاریو په واسطه د دغه هیواد نورو ښارونو ته لیږدوي چې افغانستان به هم د پاکستان په څیر د دغه هیواد د مالونو د لیږد پر وړاندې ورته اقدام وکړي.

خو ښاغلي طهماسي وویل یوازې د ژر خوسا کیدونکو وارداتي توکو په تړاو به استثنی په پام کې ونیول شي.

هغه وویل" ژر خوسا کیدونکي توکي لکه ترکاري چې زموږ ختیځو ولایتونو ته راځي په یو شرط به نیږدې ځایونو کې تخلیه کیږي چې له دې ډاډه اوسو چې نقلیه واسطه د پیښور له نماینده ګۍ څخه د خط السیر کتابچه ولري او د ترانسپورت کمیشن یې ورکړی وي نو دا واسطه کولای شي چې د ژر خوسا کیدونکي توکي تر کابل او نورو ولایتونو پورې ورسوي".

ښاغلي طهماسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي ټړون په اړه وویل چې د اپټا ځینې برخې د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره سمون نه لري او دوی اوس مهال د افغانستان اقتصادي او سوداګریزو واقعیتونو ته په کتو یو ځل بیا په دغه هوکړه لیک کتنه کوي او پایلې یې له پاکستان حکومت سره شریکوي.

ښاغلي طهماسي د چا بهار بندر د اهمیت په اړه وویل چې افغان سوداګر چې د دغه بندر له لارې مالونه واردوي په هر کانتینر کې ورته ته له ۱۰۰۰ تر ۵۰۰ امریکایي ډالرو پیسې پاتې کیږي.

هغه وویل د بندرونو د اسانتیاوو له پاره به په نیږدې وخت کې له ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان سره به افغان حکومت دوه اړخیزې موافقتنامې لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG