د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ماشومانو د کار د مخنیوي ګړنلاره جوړیږي


افغان حکومت وایي چې په اوس وخت کې یو اعشاریه دوه میلونه ماشومان په افغانستان کې په شاقه کارونو بوخت دي.
افغان حکومت وایي چې په اوس وخت کې یو اعشاریه دوه میلونه ماشومان په افغانستان کې په شاقه کارونو بوخت دي.

په داسې وخت کې چې اوس مهال په افغانستان کې ۱.۹ میلون ماشومانو له ډلې څخه چې ۱.۲ میلون یې په سختو کارونو لګیا دي، خو افغان حکومت هڅې پیل کړي چې کارګرو ماشومانو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو او د عامې روغتیا وزارت نن په کابل کې یوه ګړنلاره لاس لیک کړه چې له مخې به یې نه یوازې دا چې د ماشومانو لپاره کاري وخت کمیږي بلکې پکې دغه راز نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال احمد شاه صالحي وايي دوی نږدې ۵۰۰ شغلونه په نښه کړي چې پکې ۲۴۴ یې د کم عمر لرونکو لپاره زیات سخت دي او آن د دوی روغتیا ته زیان رسوي.

د صالحي په وینا دوی به په نوې کړنلاره کې ماشومانو تو د رخصتیو ورځې چې اوس شل دي، دیرشو ورځو ته لوړې کړي او همدا شان د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ به ماشومانو ته وړ کاري چاپیریال برابروي او د روغتیايي وقایې لآره به امتیازې پیسې هم ورکول کیږي.

صالحي وايي "په حقیقت کې موږ د کار د قانون اته مادې پلي کوو او انشاالله کارګرانو ته د کار ځانګړي امتیازونه ورکول کیږي".

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ماشومانو د کار په برخه کې د نوې کړنلارې پلي کیدل به له دوی سره زیاته مرسته وکړي چې په بیلابیلو ناروغیو د ماشومانو د اخته کیدو مخه ونیسي.

د عامې ورغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیاله ناجیه طارق وايي "دا کړنلاره به موږ سره په زیاتو برخو کې مرسته وکړي چې له دې ډلې څخه د ناروغیو د وقایې، د مرضونو د راکمولو او هغه ناروغۍ چې د کار له کبله د ماشومانو د ژوند د اخیستو لامل کیږي".

خو له دې ټولو هڅو سره سره په افغانستان کې ماشومان اړ دي چې کار وکړي.

بې وزلي، کمزوری اقتصاد او په ځینو برخو کې د کور د سرپرست نه شتون یو له هغو لاملونو څخه دي چې ماشومان یې اړ ایستلي چې کار وکړي.

خالد یو له هغو ماشومانو څخه دی چې په کابل کې په سخت کار لګیا دی،دولس کاله عمر لري او د کمرزوي اقتصاد له امله وايي چې باید کار وکړي.

خالد امریکا غږ آشنا ټلویزیون ته وویل چې د کار په بهیر کې یې د خپل یوه لاس د ګوتو سرونه هم له لاسه ورکړي دي.

خو د خالد استاد کار انعام وايي چې په افغانستان کې د خلکو اقتصاد دومره کمزوری دی چې د ژوند د لومړنیو څیزونو پیسې ورسره نشته او ماشومان یې باید کار وکړي.

په ورته وخت کې د کار د برخې کارپوهان وايي که څه هم د کم عمر لرونکو کارګرانو ته د یوې نوې مقررې جوړول یو ښه ګام دی، خو باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

د افغانستان د صنفي اتحادیې مشر کاکو جان نیازی په دې باور دی چې یوازې د هوکړه لیکونو لاس لیک کول ځای نه نیسي باید داسې لارې چارې ولټول شي چې د ماشومانو ژوند ورسره ښه شي.

XS
SM
MD
LG