د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: د شنبې ورځې رخصتۍ په اړه اوازې حقیقت نه‌ لري


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د شنبې ورځې خصتۍ په اړه اوازې حقیقت نه‌ لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي د دوشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې تر دامهاله د شنبې ورځۍ د رخصتۍ په اړه څه په پام کې نه دي نیول شوي.

احمدزي وویل:"دا یو فېسبوکي خبر دی، دا مطلق دروغ دی، هېڅ اساس نه لري."

بر همدې مهال د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د شنبې ورځې د روخصتۍ په اړه اوازې حقیقت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا په ټولنیزو رسنیو کې د شنبې ورځې د رخصتۍ په اړه اوازې خپرېږي.

​د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي حکومت د ۱۳۸۹لمریز کال د قوس په میاشت کې په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د پنجشنبې ورځې یوازې په کابل کې عمومي رحصتي اعلان کړې وه.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان ۱۳۹۸ لمریز کال له پیل څخه په کابل کې د پنجشنبې د ورځې رخصتي بېرته ختمه کړه او ویې ویل چې د جګړې وړاندې کلونو په څیر به مامورین د پنجشنبې په ورځو د نیمې ورځې لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG