د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د افغان پوځ 'بلک هاک' هلیکوپټر لوېدلې


عکس(اشریف)
عکس(اشریف)

د افغانستان فاع وزارت وايي، نن دوشنبه سهار ۸:۴۰ دقیقې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه «بلک هاک» هلیکوپټر د ناستې پر مهال سقوط کړی.

دفاع وزارت په یوې اعلامیې ویلي چې دغه هلیکوپټرې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.

اعلامیه وايي چې په دغه پېښه کې د هلیکوپټرې پنځته سورلۍ ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم امریکا غږ ته ویلي و چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله د هلمند په شمال کې بېړنۍ ناستې ته اړه شوې.

ځواک زیاته کړه:"یو ساعت مخکې د کجکي ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ملي اردو یوه هلیکوپټر بېړنۍ ناستې ته اړه شوې چې لايې هم لامل معلوم ندی خو په دې پېښه کې دوه تنه سربېرن ټپیان شوي چې خوندي ځای ته لېږدول شوي دي."

خو د هلمند یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې را لوېدلې الوتکې له سیمې څخه د پوځ ټپي سرتیري انتقالول.

سرچینې زیاته کړه چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

کجکي د هلمند په شمال ۱۲۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري چې د هلمند له ناامنه والسوالیو څخه بلل کیږي.

دغه راز د جنوب په سطحه د اوبو ستر ډېم او د برېښنا د تولید لویه فاریکه هم په دې ولسوالۍ کې ده چې کندهار او لښکرګاه ښارونو ته برېښنا ور کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG