د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د ملي اردو هلیکوپټرې لوېدو پېښه کې۲تنه وژل شوي


د کندهار په معروف ولسوالۍ کې نن شنبه تر غرمې مخکې د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې د لوېدو پېښه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د کندهار يوه لوړ پوړي امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډيو ته وويل چې هلیکوپټرې معروف ولسوالۍ ته اکمالات کړي و چې د بېرته الوتنې پرمهال یې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.

د کندهار چارواکي وايي په دې اړه څېړنې کوي
د کندهار چارواکي وايي په دې اړه څېړنې کوي

پر همدې مهال د کندهار والي ویاند عزیز احمد عزیز هم اشنا راډیو ته د پېښې په تائید سره وویل چې یادې هلیکوپټرې معروف ولسوالۍ ته اکمالات کول چې لوېدلې ده.

عزیز وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي او وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک شي.

خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې د هليکوپترې عملې ته هم کوم زيان رسېدلی او کنه.

معروف د کندهار په جنوب ختيځ ۱۸۰ کېلو مترۍ کې له پاکستان سره پر پوله نا امنه ولسوالي ده.

دا په روان کال کې د افغان هوايي پوځ اتمه هلیکوپټر ده چې د تخینکي ستونزو له امله سقوط کوي.

تر دې مخکې په یوې تازه پېښه کې د فراه په انار درې ولسوالۍ کې د افغان هوايي پوځ د یوې هلیکوپټرې د لوېدو پېښه کې ۲۵ ملکي‌ او نظامي چارواکي ووژل شول.

ولې په اوو میاشتو کې د افغان پوځ ۷ الوتکې وغورځېدلې؟

که څه هم افغان چارواکي ډېر کله د هلیکوپټرو د لوېدو لامل تخنیکي ستونزې یادوي خو د افغانستان د هوايي ځواکونو پخواني قوماندان عتیق الله امرخېل تېره میاشت له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې یادې هلیکوپټرې د مسلکي او مجربو کسانو د نشتوالي او کموالي له کبله غورځېږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG