د لاس رسي وړ اتصالات

د علامه حبیبي لس علمي اثار له فارسي نه پښتو ته وژباړل شول


پوهاند حبیبي په دري، پښتو او انگلیسي ژبو شاوخوا ١١٥ اثار لري
پوهاند حبیبي په دري، پښتو او انگلیسي ژبو شاوخوا ١١٥ اثار لري

د افغانستان مشهور تاریخ پوه پوهاند علامه عبدالحی حبیبي په پښتو، دري او انگلیسي ژبو اثار لري چې زیات شمیر یې چاپ شوي دي.

لیکوال او ژباړونکي عبدالهادي مجروح د پوهاند علامه عبدالحی حبیبي لس کتابونه له فارسي ژبې پښتو ته ژباړلي چې یوازې یو یې چاپ شوی، دوه تر چاپ لاندې دي او اوه نور یې ناچاپه پراته دي.

ښاغلی مجروح چې د افغانستان د غزني ولایت اوسیدونکی او اوس د بلوچستان ایالت د پښین په سیمه کې میشت دی وایي، د علامه حبیبي د کتابونو نسخې یې په ډېرې خوارۍ موندلې دي.

ښاغلی مجروح وایي د پوهاند حبیبي ارزښتمن آثار یې ژباړلي دي خو د چاپ وس یې نه لري. هغه د کتاب له خپروونکو ادارو غوښتنه کوي چې د علامه حبیبي دغه علمي آثار ورچاپ کړي.

ښاغلي حبیبي په پښتو، دري او انگلیسي ژبو شاوخوا ١١٥ کتابونه لیکلي دي. هغه خپل ډیر اثار په دري ژبه لیکلي دي.

د امریکا غږ د ډیوه راډیو د علامه حبیبي د کتابونو د ژباړونکي ښاغلي مأروح سره مرکړې چې دلته یې کتلای شئ:

د علامه پوهاند حبیبي لس دري اثار په پښتو وژباړل شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:15 0:00

پوهاند حبیبي په ١٩١٠ کال کې په کندهار کې زیږیدلی او په ١٩٨۴ کې په کابل کې وفات شوی دی.

XS
SM
MD
LG