د لاس رسي وړ اتصالات

د کروشیا پولیسو د افغان او عراقي کډوالو پر موټر ډزې کړي


پولیس وايي موټر ونه ودرېده او دوی مجبور شول چې ډزې وکړې
پولیس وايي موټر ونه ودرېده او دوی مجبور شول چې ډزې وکړې

په کروشیا کې پولیس وايي پر هغه موټر یې ډزې کړي چې د افغانستان او عراق ۲۹ کډوال په کې سپاره وو.

په ډزو کې نهه تنه ژوبل شوي دي چې دوه په کې ماشومان دي. چارواکي وايي د ژوبل شویو کسانو حالت د اندېښنې وړ نه دی. موټروان تښتېدلی او پولیس يې په لټه کې دی.

رویټرز د کروشیا د چارواکو له خولې لیکلي دي چې دغه موټر له بوسنیا څخه د اروپايي ټولنې ساحې ته داخل شوی و. پېښه د پنجشنبې په شپه (مۍ۳۱) د کروشیا په زادار کې وشوه.

د زادار د پولیسو مشر رانکو درازینا وویل چې موټر د پولیسو له پرله پسې اشارې سره سره بیا هم ونه ودرېده او د پولیسو له لورې درول شوي خنډ سره یې ټکر وکړ چې په خبره یې پولیسو له مجبورۍ پرې ډزې وکړې. هغه وویل چې پولیس په حقه وو چې ډزې یې وکړي.

د کروشیا چارواکي وايي چې پولیسو په دې وروستیو کې شاوخوا ۵۰۰۰ ناقانونه کډوال او یو شمېر قاچاقبر نیولي دي.

په همدې حال کې د جرمني ملتپاله ګوند له پارلمان څخه غوښتي چې یوه کميټه دې وټاکي چې په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو د بحران سره د حکومت شوې مبارزه وارزوي.

دغه ګوند وايي غواړي پوه شي چې د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل خو به د دغه هېواد قانون نه وي مات کړی چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د کډوالو پر مخ د جرمني سرحدي دروازې ونه تړلې.

جرمني په تېرو څو کلونو کې سلګونه زره کډوالو ته پنا ورکړې چې ډېرې یې د افغانستان، عراق او سوریې دي. د جرمني ملتپاله ګوند د تېر کال په عمومي ټاکنو کې درېیم مقام وګاټه.

XS
SM
MD
LG