د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ دوه افغان کډوال د یو بل په مقابل کې دوو مختلفو هېوادونو ته لوبېږي

zahidsherzad Ihsan
zahidsherzad Ihsan

زاهد شیرزاد او زین الله احسان دوه هغه افغان کډوال دي چې اوس د کاناډا او سکاتلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو لپاره لوبېږي.

کاناډا او سکاتلنډ نن جمعه (ګست اومه) په سکاتلنډ کې له یو بل سره سیالي کوي او دغه دواړه افغانان له یو بل سره مخامخ دي.

زاهد شیرزاد د افغانستان د کرکټ هغه لوبغاړی دی چې د مکسیکو په سختو لارو یې کاناډا ته مهاجرت کړی.

ده د افغانستان د شپږیزې لیګ په ګډون نورې داخلي لوبې هم کړي دي.

زاهد څه موده مخکې د کاناډا د کرکټ ملي لوبډلې ته انتخاب شو او اوس د دغه هېواد استازیتوب کوي.

زین الله احسان هم د افغانستان څخه سکاتلنډ ته کډوال شوی دی. ده هم په سختو لارو ځان سکاتلنډ ته رسولی دی.

زین الله په ۲۰۲۲ کال کې سکاتلنډ ته ورسېد او هېڅ سرپرست ورسره نه و.

هغه په سکاتلنډ کې د کرکټ له لوبو وروسته مسلکي کرکټ ته مخه کړې ده.

ده په خپلې یوې مرکې کې ویلي چې د کرکټ اکاډمۍ ته له ورتګ وروسته ورته روزونکي وویل چې هغه باید د سکاتلنډ د کرکټ لوبډلې لوبې ته راشي او له هماغه ځای څخه یې سفر پيل شو.

زین الله په تېر شل اوریز نړیوال جام کې هم د سکاتلنډ د لوبډلې برخه و.

په دوی سربېره ځینې نور افغان لوبغاړي هم اوس د ځینو نورو هېوادونو لپاره لوبې کوي.

په یو بل تازه خبر کې، د افغانستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی او روزونکی اسدالله خان د مالدیف د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی او ډاریکټر ټاکل شوی دی.

اسدالله خان امریکا غږ ته وویل چې افتخار کوي د یو افغان په توګه د مالدیف د کرکټ روزونکی ټاکل شوی او هڅه یې دا ده چې د هغه هېواد کرکټ ته وده ورکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG