د لاس رسي وړ اتصالات

هره اوونۍ لسګونه افغان کډوال په خپله خوښه راستنیږي


د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنېدوکو چارو وزارت وايي، هره اونۍ له اروپايي هیوادونو څخه ۲۰ افغان کډوال په خپله خوښه بېرته افغانستان ته راستنېږي.

د وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل امریکا غږ اشنا ته وویل چې په جرمني، اتریش، سویډن، بلجیم او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو کې زیات شمېر افغان کډوال سفارتونو او کونسلګریو ته تللي او د بېرته ستنېدو اسناد یې غوښتي.

هغه وویل " هغه معلومات چې موږ ترلاسه کړي له جرمني، سویډن، اتریش، همدارنګه بلجیم او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو څخه یو شمېر افغانان غواړي په خپله خوښه او دعوه طلبانه ډول راشي. د افغانستان له سفارت څخه چې په جرمني کې دی له هغه څخه چې موږ معلومات تر لاسه کړي،شاوخوا ۱۵۰۰ کسان هلته تیار دي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي."

ښاغلي میاخیل زیاته کړه، چې په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنې د قوانینو سختېدل، کډوالو ته د ژوند د لومړنیو آسانتیاوو نه برابرېدل او په کمپونو کې له انساني حقونو څخه د هغوی محرومېدل، د دې لامل شوی چې اکثره افغانان راستانه شي.

هغه وویل، په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰زره افغانان اروپايي هیوادونو ته تللي، چې زیات شمیر یې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي میاخیل پر وینا افغان حکومت له هغو راستنیدونکو سره د سرپناه په برابرولو کې هم مرسته کوي چې په خپله خوښه افغانستان ته راستنېږي.

په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (آی او ایم) وايي، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۷۰۰ افغانان له اروپايي هیوادونو څخه په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې سازمان د کابل د دفتر د بیا راستنېدنې پروګرام مسئول مسعود احمدي امریکا غږ ته وویل، له دې شمیرې شاوخوا ۴۰۰ افغان کډوال یوازې له جرمني څخه راستانه شوي دي.

هغه وویل "مخکې له دې چې دوی افغانستان ته حرکت وکړي په همغو ملکونو کې ورسره نقدي مرستې کېږي او له بعضو سره یې په افغانستان کې مرستې کېږي، دا مرستې هم نقدي دي او هم غیر نقدي. له هغوی سره معمولا د زده‌کړې، مسلکي روزونو کې د داخلولو، یا وړوکي تجارت او یا د وظیفې په موندلو کې مرستې کیږي."

د ښاغلي احمدي پر وینا دا سازمان له راستنېدونکو کډوالو سره د مختلفو هیوادونو له لارې له ۵۰۰ نېولې تر ۴۰۰۰ امریکايي ډالرو نقدي او غیر نقدي مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG