د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی: اوربند او اغېزناک مذاکرات مو طالبانو سره خبرو کې لومړیتوب دی


افغان پلاوي تردي مخکې هم ویلي چې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مسئله به یې له طالب استازو سره د لومړیتوبونو څخه وي.
افغان پلاوي تردي مخکې هم ویلي چې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مسئله به یې له طالب استازو سره د لومړیتوبونو څخه وي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، له طالبانو سره خبرو کې اوربند او اغېزناک مذاکرات یې لومړیتوب دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشره دغه څرګندونې تیره ورځ په دوحه کې د محمدیه علماوو سازمان له رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال یوسف کالا سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

یاد وزارت نن دوشنبه جنورۍ ۲۵ (سلواغې شپږمه) د محمدیه علماوو سازمان د مشر له قوله ویلي چې:"په یوه اسلامي ټولنه کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر تر پوښتنې لاندې راولي."

ښاغلي کالا تمه ښودلې چې دواړه مذاکره‌کوونکي لوري د اوربند په کولو سره او د رغندو مذاکراتو له لارې سوله او امنیت تأمین کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د ښاغلي کالا د خبرو هرکلی کړی او ویې ویل چې:" اوربند او اغېزناک مذاکرات د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي یو لومړیتوب دی."

معصوم ستانکزي د سولې په مذاکراتو کې د اندونیزیا د رغنده رول مننه کړې او د افغان سولې بهیر سره یې د هغه هیواد د همکاریو پر دوام ټينګار کړی.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې د دوی د سیاسي دفتر مشر هم په دوحه کې د اندونیزیا هیواد د پخواني مرستیال ولسمشر سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

بلخوا ارګ وایي چې ولسمشر غني تیره شپه د ملي مصالحې عالي شورا له مشر داکتر عبداالله سره په ارګ کې دلیدنې پرمهال د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

ارګ زیاتوي، دواړو لورو د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر اوربند یې ټينګار کړی دی.

روانه میلادي میاشت په دوحه کې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شو.تر دا مهاله له دوهم پړاو مذاکراتو څخه د کوم ښکاره پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.

افغان پلاوي تردي مخکې هم ویلي چې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مسئله به یې له طالب استازو سره د لومړیتوبونو څخه وي.

XS
SM
MD
LG