د لاس رسي وړ اتصالات

محب طالبانو ته: د خپلو مشرانو لپاره ځانونه مه قربانوئ


هغه پر طالب جنګیالیو همدارنګه غړی چې د ملي شتنمیو له ورانولو څخه ډډه وکړي.
هغه پر طالب جنګیالیو همدارنګه غړی چې د ملي شتنمیو له ورانولو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر طالب جنګیالیو غږ کړی چې دخپلو مشرانو لپاره ځانونه قربان نکړي.

نوموړي په ننګرهار کې ملي اردو ته د وینا پرمهال ویلي چې هغوی ( طالب جنګیالي) یوه استخباراتي اداره د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره استعمالوي.

ښاغلي محب زیاته کړې: "پیغام مې هغو جنګیالیو ته چې د طالبانو په استازیتوب جنګیږي دا دی: هغه چاته چې تاسو جنګیږی هغوی په ارامه فضا کې په کوټه، کراچۍ کې، په اسلام اباد په پېښور کې اوسیږي...تاسو د هغوی لپاره د هغوی د قدرت رسېدلو لپاره خپل ځانونه مه قرباني کوئ."

هغه پر طالب جنګیالیو همدارنګه غږ کړی چې د ملي شتنمیو له ورانولو څخه ډډه وکړي او وايي، که سوله کوي حکومت چمتو دی چې غږ یې واوري.

ښاغلي محب تیره ورځ جنورۍ ۱۱( مرغومې ۲۲) ننګرهار ته تللی.

د ملي امنیت شورا سلاکار که څه هم د کوم هیواد نوم نه دی یاد کړی خو وايي، یوه استخباراتي اداره خپل هدف ته د رسېدو لپاره طالب جنګیالي استعمالوي او په هغوی باندې خپل کور ورانوي.

هغه همدارنګه زیاته کړې هغه خلک چې د هیواد دښمنان دي بیا هم پر افغانانو د خپل ظلم تحمیلول غواړي افغان ځواکونه هم باید دفاع ته چمتو و اوسي.

طالبانو لا د ښاغلي‌ محب د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روانه اونۍ په قطر کې د دوهم پړاو بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره د هیواد په ځینو ولایتونو کې د جګړې زیاتېدو خبر ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG