د لاس رسي وړ اتصالات

پر خبریال نثار احمد احمدي ماین چاودنه شوې


په هلمند کې یو سیمه ییز خبریال د چسپکي ماین په چاودنه کې سخت ژوبل شوی دی.

د نثار احمد احمدي د سپرلۍ پر موټر نن سې شنبه سهار د «کب پر ۲۱مه» په لښکرګاه ښار کې د سباوون راډیو د دفتر مخ ته د ماین چاودنه شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک اشنا راډیو سره خبرو کې د خبریال نثار احمد احمدي پر موټر د ماین چاودنه تائید کړه، خو وايي په اړه یې تحقیقات کوي.

په پېښه کې نوموړی ژوبل شوی او اوس په ایمرجنسي یا د بېړنیو طبي مرستو په روغتون کې بستري دی.

نثار احمد احمدي په هلمند کې د ملي ټلوېزیون، خاور ټلوېزیون او سباوون سیمه ییزو تلویزیونونو سره د خبریال په توګه له تېرو ۱۰ کالو راهیسې کار کړی دی.

نوموړي دامهال د سباوون راډیو د نشراتو د مدیر په توګه دنده لرل.

که څه هم تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو په هلمند کې مېشت خبریالان وايي چې ښاغلي احمدي ته د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري ګواښونه موجود وو.

په هلمند کې سیمه ییز خبریال عبدالله همیم اشنا راډیو ته وويل چې ښاغلي احمدي ته تر ډېره د هغه پر شخصي فیسبوک پاڼه د هغه د ځينو لیکنو او تبصرو په وجه ګواښونه کېدل.

همیم زیاته کړه:"د پوليسو او ملي امنیت له لوري په هلمند کې ځينو خبریالانو ته د موجودو ګواښونو په اړه چې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري وو، په مکتوبي ډول ويل شوي وو زه هم له همدې ډلي څخه وم چې په تیر کې ماته هم ویل شوي، خو د احمدي پېښه خواشینونکې ده هغه سخت ژوبل دی".

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان تېر کال افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد بللی و.

دا په روان مېلادي کال پر خبریالانو دریمه حمله ده چې تېره سره کېږي.

په جنورۍ میاشت کې په فراه او په فبروري میاشت کې بیا په تخار کې دوه خبریالان د وسله والو کسانو لخوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG