د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د بازارونو نسبی ثبات؛ د ځینو خوړو په نرخونو کې ټیټوالی

د نړیوال خوړو پروګرام (ډبلیو اف پي ) وایی چې د افغانستان اقتصادی وضعیت ته د اندیښنو سره سره، د خوړو بیې او د افغانۍ ارزښت د امریکایی ډالر په مقابل کې د مې په دویمه اونۍ کې په نسبي توگه ثابتې پاتې شوي.

د راپور له مخې، د افغانستان داخلی بازارونه لا هم فعال دی، او خام مواد ته په ډېرو ولایتونو کې خلک لاسرسې لري . د کورني محصولاتو دوامداره راټولول او د لویدیځ او شمالی لارو واردات د بازار د ثبات اصلی لاملونه بلل شوي دي.

راپور زیاتوی چې په ټول هیواد کې د خوړو سکتور کې په اوسط ډول بیې راټیټې شوې دي. د غنمو بیه نږدې دوه سلنه، اوړه یو نیم څخه تر دوه نیم سلنه، لوړ کیفیت وریجې له دوه سلنې زیات، او تېل شاوخوا ۱.۵ سلنه راټیټ شوي دي خو، د کار بازار لا هم کمزوری بلل شوی.

ورځنیو کار ونه ته لاسرسی په اوسط ډول دوه ورځې په اونۍ کې کم شوی، چې د تیر کال په پرتله د پام وړ کموالی دی.

د راپور له مخې، د افغانی ارزښت د امریکا د ډالر پر وړاندې لږ څه زیات شوی او د هر ډالر پر وړاندې 63.6 افغانیانو ته رسیدلی چې د تیرې اونۍ په پرتله شاوخوا 1.3 سلنه زیاتوالی ښیی.

همداراز، د سبزیجاتو بیه د مې په دویمه اونۍ کې د پام وړ ډول راټیټه شوې ده. د موسمی محصولاتو زیاتوالی او بازارونو کې يې د عرضې د زیاتېدو له امله د رومیانو بیه نږدې ۱۶ سلنه، کچالو ۱۱ سلنه، او پیاز له ۳ سلنې څخه زیات راټیټ شوي.

نړیوال خوړو پروګرام خبر دارې ورکړې چې د بیو د ټیتیدو او د بازارونو نسبی ثبات سره سره، د کورنیو اقتصادی وضعیت لا هم نازک دی.

ورځنیو کار ونو ته لاسرسی په اوسط ډول دوه ورځې په اونۍ کې کم شوی، چې د تیر کال په پرتله د پام وړ کموالی دی.

راپور وايي، که څه هم د ځینو توکو د بیو ټیټوالی کولی شي پر کورنیو لنډمهاله فشار کم کړی، خو دوامداره بې کارۍ او د توکو د پیرودلو بي وسي لا هم د افغانانو لپاره له لویو ننګونو څخه شمیدل کیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په جلا راپور کې خبر دارې ورکړې چې اقتصادی بحران، پراخې بیکارۍ او وچکالی میلیونونه افغان کورنۍ د خوړود کمښت سره مخ کړی دي . دی..

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونو څخه زیات خلک د خوراکي توکو د کمښت ، او نږدې پنځه میلیونه ماشومان او حامله یا شیدې ورکونکې میندې د تغذیې له کمښت سره مخ دي.

د طالبانو له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان بیا نیولو او د بهرنیو مرستو د پام وړ کمښت نه وروسته، د هیواد بشری او اقتصادي بحران ژور شوی دی.

نړیوال خوراکی پروګرام (WFP) وایی چې تېر کال یې له ۱۲ میلیونو څخه زیاتو خلکو سره په افغانستان کې مرسته کړې، خو د بودیجې د کمښت له امله اوس د مرستو کچه کمه شوې ده.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG