د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانان د بې‌ځایه کېدو په یوې نه ختمېدونکې کړۍ کې راګېر دي

بې ځایه شوی افغان
بې ځایه شوی افغان

افغانان دا مهال له درې اړخیز فشار سره مخ دي. په ایران کې ناامني، په پاکستان کې سخت قوانین او په افغانستان کې روان بحرانونه. د دې ټولو پایله دا ده چې افغانان د بې‌ځایه کېدو په یوې نه ختمېدونکي کړۍ کې راګېر شوي دي.

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال د ایران او افغانستان تر منځ پولې ته سفر کړی و او هلته یې له را ستنېدونکو افغان کډوالو سره خبرې کړی دي.

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازی عرفات جمال وایي افغان کډوال له ډېر سخت انتخاب سره مخ دي.

هغه زیاتوي: " زه دلته د ایران او افغانستان په سرحد کې ولاړ یم. زما تر شا لسګونه او سلګونه افغانان ښکاري چې له ایران څخه بېرته افغانستان ته راستنیږي. که دا کډوال په ایران کې پاتې شي، د بمبارۍ او اقتصادي ستونزو له ګواښ سره مخ دي. خو که بېرته افغانستان ته ستانه شي، نو داسې یوه هېواد ته ورځي چې خپله له جګړو او ګڼو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی."

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازی عرفات جمال وایي، د ملګرو ملتونو دا اداره چمتو ده چې له راستنېدونکو سره مرسته وکړي. دوی تجربه لري، کارکوونکي او بنسټونه لري، خو تر ټولو ستره ستونزه یې د بودیجې کمښت دی.

هغه په نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړ چې دې حالت ته جدي پاملرنه وکړي. هغه وویل: " ثبات د ټولو په ګټه دی او افغانستان ته د راستنېدونکو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده، څو دا هېواد د فشار پر وړاندې مقاومت وکړای شي".

په همدې وخت کې، په پېښور کې د سترې محکمې له خوا یوه مهمه پرېکړه شوې ده. محکمې اعلان کړی چې د افغان کډوالو لپاره د راجستر یا ثبت کارتونه (PoR) او د افغان اتباعو کارتونه (ACC) نور په پاکستان کې د قانوني اوسېدو لپاره نه چلیږي.

محکمې د شاوخوا ۵۰ افغانانو د ضمانت غوښتنې رد کړې دي او ویلي یې دي چې دوی د قانوني اسنادو پرته په هېواد کې اوسېدل. دا پرېکړه د ۱۹۴۶- د بهرانیانو د لایحې تر نوم لاندې تر سره شوي ده.

شنونکي وايي، دا پرېکړه به په پاکستان کې پر مېشتو زرګونو افغانانو اغېز وکړي او ډېر به اړ شي چې هېواد پرېږدي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري اسکان ادارې UN Habitat د دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۶) په خپلې ایکس پاڼه لیکلي دي چې افغانستان ته یو شمیر ستانه شوي کډوال د کورونو، ځمکې او جایدادونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو بهیر په داسې حال کې زیات شوی دی چې د ناروې د کډوالو شورا د جمعې په ورځ (مارچ ۱۳) په یو راپور کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې په زیاتیدو سره ملکي خلک ډیر زیان ویني.

دغې شورا څرګنده کړه چې د فبرورۍ په شپږ ویشتمه نیټه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پیل راهیسې ۱۱۵زره کسان د افغانستان په ختیځ کې بیځایه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG