د لاس رسي وړ اتصالات

له حکومت څخه په جگړه کې د یو رونډ شوي سرتیري تمه


Afghan soldier
Afghan soldier

د ترهگرۍ ضد اوږده جگړه کې زیات شمیر افغان سرتیري مرګوني ټپیان شوي او ډیر شمیر یې له نه درملنې څخه د عمر تر پایه ستونزې ګالي.

د افغان پوځ یو سرتیري برید مل عیان الله به یو وخت خپلو ملګرو ته د جګړې قومانده ورکوله، اوس نه یواځې جگړه نه شي کولای بلکې د خپلو پوځي ملگرو فعالیت هم نه شي کتلای.

هغه په یوه چاودنه کې چې د پوځ پر موټرو شوې وه، په غبرګو سترګو ړوند شوی دی او اوس په دې تمه شپې سبا کوي، چې درملنه یې وشي او بیا د حکومت د مخالفینو پر ضد جګړې ته ورودانگي.

د افغان پوځ پخوانی سرتیری عیان الله
د افغان پوځ پخوانی سرتیری عیان الله

برید مل عیان الله چې درې میاشتې مخکې د نیمروز په ولایت کې د یو ښخ شوي ماین ښکار شوی، وایي "د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې په وظیفه ووتم، زه برید مل وم، مخکې روان وم، بس ماین راباندې وچاودید او په سترګو ړوند شوم".

هغه وايي پوځ ته ددې لپاره تلی و، چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي، خو دغه هېله یې لا په زړه د یوه لوي ارمان په توګه پاتې ده.

عیان الله، چې په ژړغونې انداز یې له امریکا غږ سره خبرې کولې له افغان حکومت نه یواځې یوه هېله درلوده "په ما باندې سخت حالات دي، په تورتم کې پروت یم، شپه ورځ راباندې یو شان ده، که حکومت مې بهر ته ولېږي، چې روغ شم، بیا به هم پوځ ته ځم".

هغه وايي کورنۍ یې په شخصي لګښت هند ته بوته، هلته یې درملنه کېده، خو لس زره ډالر د دوی له وسه نه و پوره، نو ځکه اوس په خپل کور کې د یو بندي په څیر ژوند تېروي.

د ملي اردو ددغه سرتیري سپین ږیری پلار امانت خان، چې کروندګر دی وايي د ځوی د درملنې لپاره یې له خپلو خپلوانو نه ډېرې پیسې پور کړې، خو عیان الله یې لا نه دی جوړ شوی.

هغه له حکومت نه د خپل ځوی د درملنې لپاره مرسته غواړي "زمونږ دلاسه خو نور هېڅ نه کېږي، دومره قرضونه مو کړي، چې نور راسره څوک نه کوي ".

د عیان الله د کورنۍ د ژوند کیسه عجیبه ده. څو کاله وړاندې یې پر کاله د هاوان مرمۍ راپرېوته، چې مور یې پکې مړه شوه او پلار یې سخت ټپي شو، چې له ګټې وټې ولوېد.

که څه هم په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د پوځ ګڼ سرتیري او منصوبین له ورته سرنوشت سره مخامخ شوي، خو اکثره یې له افغان حکومت نه ځکه خفه دي، چې له ټپي کېدو وروسته یې چا پوښتنه نه ده کړې.

خو د دفاع وزارت له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې د عیان الله په څېر خطرناکو ټپیانو ته یې په بهرنیو هېوادونو کې د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ددغه وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل "څوک، چې سرتیري یا افسران وي او په خارج کې ورته د تدوای ضروت وي، نو هند، چین او ترکیه ته یې وړي."

په افغانستان کې د پوځ ګڼ شمیر سرتیري له ورته سرنوشت سره مخامخ شوي دي. کارپوهان وایي، پوځ باید د خپل بنسټ د ټنگولو او د ولس د زړونو د لاس ته راوړلو په خاطر د خپلو منسوبینو پالنه وکړي او د هیواد د سختو امنیتي شرایطو په پام کې نیولو سره د هغوی مورال لوړ وساتي.

XS
SM
MD
LG