د لاس رسي وړ اتصالات

سرمست د ’ موسیقۍ د حقوقو د اتل‘ لقب ترلاسه کړ   


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټ ایښودونکي او مشر احمد ناصر سرمست
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټ ایښودونکي او مشر احمد ناصر سرمست

د موسیقۍ نړیوالې شورا د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټ ایښودونکي او مشر احمد ناصر سرمست ته د ۲۰۲۲ کال د "موسیقۍ د حقونو اتل" لقب ورکړ.

ښاغلي سرمست امریکا غږ ته وویل چې د ده په اند یو افغان ته د دا ډول لقب ورکول په اصل کې د طالبانو له خوا د افغانانو د موسیقۍ د حقونو څخه د سرغړونې په رسمیت پیژندل دي.

هغه زیاته کړه، ددې تر څنګ هغه ته د دې لقب ورکول: " د حقونو د تامین لپاره د موسیقۍ د هنرمندانو او د افغانستان د خلکو د بر حقه مبارزې په رسمیت پیژندنه ده".

هغه زیاته کړه، دا لقب له افغان هنرمندانو او افغان ولس سره د نړۍ د موسیقۍ ټولنې او د موسیقۍ د مدافع بنسټونو د پیوستون څرګندونه کوي.

د موسیقۍ نړیواله شورا د موسیقۍ لپاره د سازمانونو او مدافع ادارو ترټولو لویه شبکه ده، چې ۱۵۰ هیوادونه په کې غړيتوب لري.

دغه شورا د موسيقۍ له لارې په بېلابېلو برخو کې د موسيقۍ د حقونو په تېره بيا د بيان د ازادۍ له حق څخه ملاتړ کوي.

دا شورا هر وخت هغو هنرمندانو او موسیقي پوهانو ته چې د موسیقۍ د هنرمندانو د حقونو د تامین لپاره هلې ځلې او مبارزه کوي، د موسیقۍ د اتل لقب ورکوي.

ښاغلي سرمست وویل، دا لقب لکه د "ملګرو ملتونو د ښه نیت د سفیر" د عنوان په توګه دی، رقابتي نه دی او جایزه او یا نغدي پاداش نلري.

د موسیقۍ نړیواله شورا د ۱۹۴۹ کال راهیسې، د ملګرو ملتونو د تعلیمي او کلتوري سازمان (یونسکو) سره په مشوره کار کوي.

XS
SM
MD
LG