د لاس رسي وړ اتصالات

نبي عیسی خیل استعفا ورکړه


ښاغلي عیسی خیل د کپټانۍ نه د ګوښه کیدلو عوامل یاد نه کړل خو وې ویل چې د پخوا په څیر به د ملي ټیم سره خپل کار ته دوام ورکړي.
ښاغلي عیسی خیل د کپټانۍ نه د ګوښه کیدلو عوامل یاد نه کړل خو وې ویل چې د پخوا په څیر به د ملي ټیم سره خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپټان محمد نبي عیسی خیل نن په یو خبري کنفرانس کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له کپټانۍ څخه خپله استعفا اعلان کړه، خووې ویل چې د دغه ټیم د یو لوبغاړي په توګه به د ټیم سره خپله همکاري جاري وساتي.

عیسی خیل دوه کاله وړاندې د نوروز منګل نه وروسته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د کپټان په توګه وټاکل شو.

ښاغلي عیسی خیل د کپټانۍ نه د ګوښه کیدلو عوامل یاد نه کړل خو وې ویل چې د پخوا په څیر به د ملي ټیم سره خپل کار ته دوام ورکړي.

ښاغلي عیسی خیل وویل " په هغه وخت کې د افغانستان لپاره ، د افغانستان د ټیم لپاره ما کپتاني منلې وه ، کله چې له ما غوښتنه وشوه ما ژر قبوله کړې نه وه ، زما په کپټانۍ کې موږ ډیرې مسابقې وګټلې ، ورلد کپ ته پکې کولیفا هم شوو، په هغه وخت کې ما ته ضرورت وو ځکه ما قبوله کړه ".

د افغانستان د کرکټ بورد رئیس نسیم الله دانش د ملي ټیم د کپتانۍ نه د عیسی خیل په ګوښه کیدلو خواشیني وښوده خو وې ویل چې دا پریکړه ښاغلي عسیی خیل پخپله کړې او غواړي چې خپلې لوبې ته خپله پاملرنه واړوي.

ښاغلي دانش وویل "پخوا نبي دا ثابته کړې ده چې د لوبې ګټونکی لوبغاړی دی،له دولسو کلنو راپدېخوا نبي جان موږ ته په یوازې سر لوبې ګټلي دي ".

د افغانستان د کرکټ ملي بورډ چارواکي وايي چې ژر به ملي ټیم ته نوی کپټان وټاکي.

XS
SM
MD
LG