د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د دوو نیول شوو غړو په اړه د ملي امنیت نوي معلومات


د داعش د خراسان څانګې دوه نیول شوي بهرني غړي
د داعش د خراسان څانګې دوه نیول شوي بهرني غړي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د داعش د خراسان ډلې د مشر اسلم فاروقي سره نیول شوو کسانو کې د دغه ډلې دوه نور مهم بهرني غړي هم شامل دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست نن یکشنبه اپرېل ۱۲ (وري ۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي یاد کسان یو تن د محمد تنویر په نوم د بنګله دېش او بل د علي محمد په نوم د پاکستان اوسېدونکي دی.

ملي امنیت ویلي: "محمد تنویر د داعش ډلې د تکنالوژۍ او مخابراتو مسؤلیت په غاړه لاره، هغه له تکنالوژۍ نه په استفادې، د داعش د قوماندانانو او مسؤلینو محرمو مکالمو ته زمینه برابرول او په عین حال کې د داعش لیکو ته د تکنالوژۍ په مرسته د بهرنیو جنګیالیو جلب او جذب یې مدیریت کاوه."

د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې علي محمد د پاکستان د اسلام اباد اصلي اوسېدونکی دی او د داعش ډلې د خراسان څانګې ته د بهرنیو مرستو په انتقال کې هم مهم رول درلود.

ملي امنیت د نیول شوي پاکستاني طبعه په اړه زیاته کړې: "علي محمد د داعش د خراسان څنګې د اکمالاتو، انتقالاتو او لوژیستکي مسؤل و، هغه همدارنګه دغه ډلې ته د بهرنیو مرستو د انتقال په برخه کې، په ځانګړي ډول په هغه ځای کې چې پاکستاني نظامي افسرانو ژوند کوی، مهم رول یې درلود، هغه په سیمه کې د تګ راتګ په حال کې و."

ملي امنیت وايي چې له نیول شوو کسانو څخه پلټنې روانې دي چې وروسته به له خلکو سره شریکي شي.

افغان حکومت تېره اونۍ د افغانستان په جنوب کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقي چې اصلي نوم یې عبدالله اورکزی دی د نیول کېدو خبر ورکړ.

تر هغه وروسته د بشري حقونو نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه د اسلم فاروقي د محاکمې غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا تېره اونۍ له افغان حکومت څخه د اسلم فاروقي د سپارولو غوښتنه وکړه، خو افغان حکومت د پاکستان غوښتنه رده کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي: "له هغه ځایه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د متهمینو او مجرمینو د استرداد تړون نه دی موجود، اسلم فاروقی سره به د افغانستان د قوانینو پر بنسټ چلند وسي."

XS
SM
MD
LG