د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د سیکانو د امنیت په اړه 'ژوره اندېښنه' ښودلې


د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د سیکانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې د مذهبي اقلیتونو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي چې سیکان د افغانستان د څو کلتوريزه ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده او افغانان باید د مذهبي اقلیتونو د امنیت لپاره سره یو ځای شي.

آغلې ویلز په خپل ټویټر لیکلي: "زه په افغانستان کې د سیکانو د خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه لرم. افغان سیکان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د څو کلتوريزه ټولنې یوه مهمه برخه ده او افغانان باید اوس د مذهبي اقلیتونو د امنیت د تامین لپاره سره راټول شي".

د امریکا د متحده ایالاتو دا ټینګار په داسې حال کې کړی چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د وري په شپږمه په کابل کې د سیکانو پر مذهبي مراسمو خونړی برید وشو.

په دغه برید کې چې داعش ډلې یې مسولیت په غاړه واخیست ۲۵ تنه سیکان چې ټول یې ملکي وګړي و ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG