د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغانستان ته: د داعش مشر مونږ ته راکړئ


د داعش د خراسان د څانګې مشر اسلم فاروقي
د داعش د خراسان د څانګې مشر اسلم فاروقي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان نه غوښتي چې د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي دې پاکستاني مقاماتو ته وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اپریل نهمه (وري ۲۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اسلم فاروقي د پاکستان ضد فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی او د فاروقي په هکله ورسره د پاکستان نظر مطرح شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۶) د داعش خراسان د ډلې د مشر عبدالله ورکزي چې د اسلم فاروقي په نوم مشهور دی د نیولو خبر ورکړ. هغه د داعش د ۱۹ نورو جنګیالیو سره یوځای د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی. ددې عملیاتو د ځای او وخت په اړه څه ندي ویل شوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو په خپل ټویټر په یو پیغام کې لیکلي چې فاروقي په افغانستان کې د پاکستان ضد فعالیتونو کې لاس درلود او د زیاتو پلټنو لپاره باید پاکستان ته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د داعش د فعالیت په هکله د پاکستان د اندیښنې سربیره راغلي چې افغانستان او پاکستان باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره خپل فعالیتونه د ایجاد شویو میکانیزمونو له لارې همغږي کړي.

د اسلم فاروقي د نیولو وروسته د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان له حکومت وغوښتل چې هغه دې د افغان ملکي وګړو پر ضد د بریدونو د احتمالي لارښوونې په وجه د عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیسي.

د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه د اقلیتونو په وړاندې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی.

ددې ډول پیښو یو وروستی مثال په کابل ښار کې د سیکانو پر درمسال خونړی برید و چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه په کې ووژل شول.

اسلم فاروقي د ۲۰۱۹ کال په جولای کې په افغانستان کې ددې ډلې د پخواني مشر ابوعمر خراساني ځای ناستی ټاکل شوی و

XS
SM
MD
LG