د لاس رسي وړ اتصالات

د زنبق څلورلارې د برید طراحان نیول شوي


د کابل د ٢٠١٧ کال د می د ٣١ بمي برید - ارشیف
د کابل د ٢٠١٧ کال د می د ٣١ بمي برید - ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د شنبې په ماښام وویل چې د کابل ښار په مربوطاتو کې یې د حقاني شبکې درې غړي نیولي، چې د ۲۰۱۷ کال د می په ۳۱ مه یې د کابل د زنبق په څلورلارې کې یې یو لوی تروریستي برید تنظیم کړی و.

د ملي امنیت ریاست ویلي، چې دغو دریو تنو د جرمني د سفارت مخ ته د کثافاتو په یو ټانکر کې د ایښول شوي بم د الوزولو ترڅنګ د "جي فور ایس" یا انجمن په نوم په کمپ باندې هم تروریستي برید تنظیم کړی و.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست دا نه دي ویلي، چې دا درې تنه تورن یې څه وخت نیولي دي.

د زنبق د څلورلارې په تروریستي برید کې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې له ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۱۵ نور ژوبل شوي وو.

افغان حکومت او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو قوماندانۍ د دغه برید پړه د حقاني په شبکې اچولې وه.

ملي امنیت دا هم ویلي دي چې په "جي فور ایس" یا انجمن باندې برید د مولوي حنیف په نوم د طالبانو په مدرسه کې تنظیم شوی وو.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دواړه بریدونه د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ اوسیدونکو انجینر شریف، غلام مصطفی او جاوید تنظیم کړي وو او زیاته کړې یې ده چې پلټنو یو ځل بیا د ملي امنیت د ریاست پخواني معلومات تصدیق کړي چې "دا بریدونه د طالبانو د مشرانو په هدایت او د ګاونډي هیواد استخباراتو کې پلان شوي وو".

د ملي امنیت ریاست وايي، د برید وروسته د دغه برید د څلورو تروریستانو مړي د پاکستان د بلوچستان ایالت د ګلستان د کچلاغ سیمې ته لیږدول شوي وو. تراوسه د حقاني شبکې په ګډون هیڅ کومې ډلې په رسمي ډول د زنبق د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تراوسه وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د دې نوی ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG