د لاس رسي وړ اتصالات

تور لېست کې شامل طالبان سفرونه نشي کولی ـ بهرنیو چارو وزارت


د مسکو غونډه
د مسکو غونډه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر څو چې طالبان د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ایستل شوي نه وي بهرنیو هېوادونو ته د سفر کولو اجازه نه لري.

دغه وزارت وايي، دا چې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر استازي څنګه توانېدلي دي چې په مسکو غونډه کې ګډون وکړي دغه موضوع یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کمېټې سره شریکه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي‌ د «جمعې په ورځ د سلواغې پر۱۹مه» امریکا غږ ته وویل چې وسله وال طالبان لاهم د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د ترورستي ډلې په توګه پیژندل کېږي چې له‌مخې بهرنیو هېوادونو ته د سفر کولو اجازه نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه: "په دې خاطر چې هغوی د ملګرو ملتونو سازمان له بندیزونو سره مخ دي،دا چې څنګه توانېدلي چې سفر وکړي،طبیعتاًً هر ځای چې هغوی وي سفر کوي، مطلب او هدف د سفر یې تحریم دي."

افغان چاوراکي دا څرګندونې پرداسې مهال کوي چې تېره اونۍ په مسکو کې د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو او طالب استازو ترمنځ د «بین الافغاني» مذاکراتو دوه ورځنۍ غونډه تر سره شوه.

په دغه غونډه د طالبانو د مرکچي‌ پلاوي یوه غوښتنه د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د وسله والو طالبانو د مشرانو د نومونو ایستل او پر هغوی د بندیزونو لیرې کول و.

د طالبانو مرکچي پلاوي‌ شېر محمد عباس ستانکزي وویل چې د دوی پر مشرانو بندیزونه د سولې په وړاندې یو له مهمو خنډونو څخه دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې د وسله والو طالبانو څخه بندیزونه هغه مهال لیري کېداشي چې دوی له زور زیاتي څخه لاس واخلي او د سولې بهیر کې شامل شي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې د افرادو شاملول او یا خارجول د ملګرو ملتونو د بندیزونه کمېټه د افرادو د مربوطه هېوادونو د حکومت په سلا مشوره تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG