د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: څه دپاسه ۷۰۰ داعشیان او د هغوی د کورنیو غړي نیول شوي


په ننگرهار کې حکومت ته د داعش غړو تسلیمدل
په ننگرهار کې حکومت ته د داعش غړو تسلیمدل

د افغانستان حکومت اعلان کړی چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې څه دپاسه ۷۰۰ داعشیان او د هغوی د کورنیو غړي نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د شنبې په ورځ (دسمبر ٢١) وویل چې لږ تر لږه ٧٥ ښځې او ١٥٩ ماشومان چې په عمومي توگه بهرنیان دي د افغانستان د دولت تر نظارت لاندې دي.

د افغانستان د حکومت دغه شمیرې د خپلواکو منابعو له لورې ندي تائید شوي.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې یو مقام د اسوشیتد پرس خبري اژانس ته وویل چې زیات شمیر نیول شوي کسان د پاکستان، اردن او د مرکزي آسیا د یو شمیر هیوادونو دي.

ددغه مقام په وینا په مجموعي توگه د نیول شویو کسانو له جملې نه ۲۷۷ تنه یې بهرنیان دي.

دغه ششمیرې پداسې حال کې خپریږي چې د افغانستان دولت او امریکایي مقاماتو په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش د سختې ماتې په هکله خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، تیره اونۍ په تهران کې د سیمه ییز امنیت په غونډه کې وویل: "مونږ داعش او د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش (د افغانستان) په ختیځو ولایتونو کې تر بل هر وخت سخت ځپلي دي. یو شمیر یې پاکستان ته تښتیدلي، یو شمیر یې وژل شوي او یو شمیر یې له طالبانو سره یوځای شوي دي".

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد پدې وروستیو کې وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش فعالیت نه یواځې د امریکایي ځواکونو او د افغانستان د امنیتي قواو د عملیاتو په وجه بلکه پر هغوی باندې د طالبانو د بریدونو په خاطر هم کمزوری شوی دی.

XS
SM
MD
LG