د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: افغانستان ته د داعش غړو انتقال اندېښمن کړي یو


د ایران د امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني
د ایران د امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني

د ایران یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي ویلي دي چې هېواد یې افغانستان ته د داعش د ماتو شویو غړو په ورتګ او انتقال اندېښمن دی.

د ایران د امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۱۸) په تهران کې د سیمه ایزې امنیتي غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل د سوریې او عراق په جګړو کې د داعش مات شوي غړي د افغانستان او سیمې د امنیت د خرابولو لپاره، افغانستان ته روان دي. نوموړي وویل چې د دغو امنیتي ستونزو ختمول د ټولو دنده ده.

د ایران دولتي اژانس "ارنا" د ښاغلي شمخاني له خولې لیکلي دي: "یوه امنیتي اندېښنه، افغانستان ته د عراق او سوریې په جګړو کې د داعش د ماتو شویو غړیو انتقال دی. دوی غواړي چې له دغه ځای څخه په افغانستان او ورڅېرمه ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړ او پلي کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش ډله ته سخته ماتې ورکړې ده. ښاغلي محب هم په ایران کې په دغه امنیتي غونډې کې برخه لري. دا په ایران کې دویمه دا ډول غونډه ده چې د افغانستان په اړه پرې بحث کیږي.

ښاغلي محب وویل: "موږ د (افغانستان) په شمال-ختیځو ولایتونو کې د داعش ډله او د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ تر بل هر وخت زیات وځپل. یو شمېر یې پاکستان ته وتښتېدل، یو شمېر یې ووژل شول او یو شمېر نور یې له طالبانو سره یو ځای شول."

نوموړي د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ او افغان ځواکونو په ملاتړ ټېنګار وکړ.

ښاغلي محب ویلي دي: "د افغانستان امنیتي ځواکونه یوازې په خپل هېواد کې د امنیت او دایمي سولې لپاره نه، بلکې د سیمې د ثبات لپاره جنګیږي. په افغانستان کې د ثبات د ضمانت یوازینۍ لار، د افغان ځواکونو ننګه ده چې د سیمې امنیت او ثبات ته لار پرانیزي."

په دغې امنیتي غونډې کې د روسیې، چین، هند، تاجکستان او ازبیکستان د ملي امنیت د شوراګانو استازي هم برخه لري. له دغې غونډې سره همهاله امریکا له طالبانو سره د سولې تازه خبرې بیا پیل کړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب مشرانو سره له ملاقات وروسته په کابل کې له افغان چارواکو سره هم لیدلي او پر سولې غږیدلي دي.

د ایران د امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني داسې مهال افغانستان ته د داعش جګړه مارانو په "ورتګ" اندېښنه ښيي چې امریکا ایران په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، طالبانو او القاعده، په ننګې تورن کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې تهران په افغانستان کې د امریکا د نفوذ سره د مبارزې لپاره طالبان روزي او وسلې ورکوي.

پنټګان په خپل وروستي راپور کې ایران د "ترهګرو تر ټولو بد ملاتړی" بللی دی. پنټګان د ۲۰۱۸ کال په راپور کې ویلي دي چې ایران د ترهګرو ډلو سره د مرستو او همکارۍ لپاره د کال شاوخوا یو میلیارد ډالر لګوي.

XS
SM
MD
LG