د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د داعش ضد عملیاتو کې "ریښتینی پرمختګ" کړی - امریکا


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې پر ضد روان عملیات د دې لامل شوی، چې زیات شمیر داعش جنګیالي له خپلو کورنیو سره افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شي.

د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالۍ په خپل ټیوټر پاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیاتو کې "ریښتینی پرمختګ" شوی، خو زیاته کړې یې ده چې "موږ باید ویښ واوسو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې په افغانستان په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر ضد د جګړې په ډګر کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې تر بشپړې ماتې پورې، له افغان حکومت سره همکاریو ته ژمن دی.

وروسته له هغې چې تېره اونۍ افغان حکومت په ننګرهار کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې اعلان وکړ، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۲۷مه (لیندۍ ۶مه) د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته تللي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې دا افغان او امریکايي پوځي چارواکي د اچین د امنیتي وضعیت د څیړلو لپاره دغې ولسوالۍ ته تللي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې، د داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتي او د نظامي فشارونو له امله نږدې ۱۰۰۰ تنه داعش جنګیالي له خپلو کورنیو سره یوځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

افغان حکومت په داسې حال کې د دغه هیواد په ختیځ کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې خبر ورکړی، چې د سیمې د اوسیدونکو پر وینا، لا هم د دغې سیمې په ځینو غرنیو برخو کې داعش جنګیالي حضور لري.

XS
SM
MD
LG