د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: طالبان د جګړې زیاتوالي ته چمتوالی نیسي


افغان لوړپوړي چارواکي وايي چې اوس مهال هم د طالبانو پټنځایونه او روزنځایونه په پاکستان کې دي.
افغان لوړپوړي چارواکي وايي چې اوس مهال هم د طالبانو پټنځایونه او روزنځایونه په پاکستان کې دي.

افغان لوړپوړي امنیتي او دفاعي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان افغانستان کې د جګړې زیاتوالي لپاره چمتوالی نیسي.

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست مشر احمد ضیا سراج نن شنبه اپریل ۳ (وری۱۴) په یوې خبري ناستې کې وویل: "طالبان د جګړې لپاره چمتوالی نیسي او د سولې لپاره اراده نه لري. اوس مهال د کوکنارو د حاصلاتو پر ټولولو اخته دي. د دې وروسته په پام کې لري چې په بېلابېلو سیمو کې جګړه زوروره کړي."

په یادې غونډې کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات هم وویل چې د پسرلي په پیلېدو طالبانو په ځینو ښارونو کې بریدونه پراخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ ټولو پولیسو ته هدایت ورکړی چې د دغو بریدونو په شنډولو کې زیار ونه سپموي."

افغان لوړپوړي چارواکي وايي چې اوس مهال هم د طالبانو پټنځایونه او روزنځایونه په پاکستان کې دي.

د دفاع سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیاء په دې غونډې کې وویل: "د طالبانو ټول تعلیمي مرکزونه، روغتونونه په پاکستان کې دي او له همغه ځایه یې ملاتړ کیږي."

ښاغلي ضیاء زیاته کړه چې پاکستاني چارواکو په کراتو "درې اړخیزو او څلور اړخیزو ناستو کې" دا منلې چې د دغې ډلې پټنځایونه په پاکستان کې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست مشر وايي چې طالبان په افغانستان کې تعلیمي مرکزونه نه لري.

له بلې خوا پاکستان د افغان چارواکو دغه خبرې رد کړي ‌دي.

د افغان چارواکو نننیو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG