د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې طالبانو د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي


سرچینې ویلي دي چې طالبانو د جګړې په پایله کې یوه پوسته سقوط کړې ده او اور یې ور اچولی دی.
سرچینې ویلي دي چې طالبانو د جګړې په پایله کې یوه پوسته سقوط کړې ده او اور یې ور اچولی دی.

د کونړ چارواکو منلې ده چې طالبانو تېره شپه او نن سهار د چپې درې ولسوالۍ په ګولسلک سیمه کې پر حکومتي پوستو څو ساعته جګړه کړې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن شنبه اپرېل ۳(وري ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو پر حکومتي پوستو جګړه کړې ده، مرګ ژوبله هم لري، خو ارقام یې ور نه کړل.

خو یوې حګومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه طالبانو د ملي اردو پر دوو پوستو ډله ییز برید کړی دی چې په پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي، څلور یې ژوندي وړي او دوه لا هم تري تم دي. طالبانو دغلته د حکومتي ځواکونو یو هاموی ټانک هم په ماین الوځولی دی.

سرچینې ویلي دي چې طالبانو د جګړې په پایله کې یوه پوسته سقوط کړې ده او اور یې ور اچولی دی.

د کونړ د ولایتي شورا منشي عبد الطیف فضلي هم امریکا غږ ته دا جګړه او پېښه تائید کړه.

نوموړی وایي چې په دغه جنګ کې طالبانو یوه پوسته نیولې ده او په خبره یې افغان ځواکونو ته پر وخت مرسته نه ده رسېدلې.

د سیمې یوه اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې جګړه اوس هم روانه ده او د کونړ نورستان لاره هم د جګړې له امله بنده شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د تېرې شپې او نن سهار په جګړه کې یې درې حکومتي عسکر وژلي او پنځه یې ژوندي نیولي دي او دوه ټانکونه یې هم ویجاړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG